قانون او قضا
سترې محکمې د باجوه کاري دوره د شپږ میاشتو له پاره وغځوله
۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبهاعلان
د پاکستان قاضي القضات آصف کهوسه، په دې تړاو د محکمې په لنډه پریکړه کې وویل: «موږ دا موضوع پارلمان ته پریږدو چې په دې تړاو قانون جوړ کړي.»
د سه شنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې په خپله ناڅاپي پریکړه کې د حکومت له لوري په اګست میاشت کې اعلان شوې پریکړه د یو شمیر بې نظمیو له کبله وځنډوله چې د نورو درو کلونو له پاره یي د پاکستان د لوی درستیز کاري موده غځوله. محکمې د سه شنبې په ورځ حکومت او پوځ ته امر وکړ چې د دې اقدام په هکله محکمې ته قانوني شرطونه او تفصیلي استدلال وړاندې کړي.
په اصل کې د لوی درستیز کاري موده د نومبر میاشتې په ۲۹ نیټه پای ته رسیدله.