زیلنسکي د اروپايي اتحادیې له مشترکې اعلاميې «بشپړ ملاتړ» کړی
۱۴۰۴ مرداد ۱۹, یکشنبهد اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د اروپايي اتحادیې رهبرانو له مشترکې اعلاميې د ملاتړ په ضمن کې ويلي چې دا د اوکراینیانو او اروپايانو له منافعو څخه دفاع ده.
زیلنسکی پر اکس شبکه ليکلی: «د جګړې پای باید منصفانه وي. زه له تاسو هر یو مننه کوم چې نن ورځ په اوکراین کې د سولې له پاره، له اوکراین او زموږ له خلکو سره درېدلي دي، هغه سوله چې زموږ د اروپايي هېوادونو له حیاتي امنيتي منافعو څخه دفاع کوي.»
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې هغه په اوکراین کې د سولې له پاره د فرانسې، ايټالیا، آلمان، پولنډ، بریتانیا، اروپايي اتحادیې او فنلد رهبرانو مشترکې اعلامېه ته اهمیت قایل او له هغې بشپر ملاتړ ېې کوي.
پر مسکو د لازیات فشار ټينګار
هغه لیکلي: «د ولسمشر ماکرون، صدراعظمې ميلیوني، صدراعظم مېرڅ، صدراعظم توسک، صدراعظم سټارمر، د [اروپايي کمیسیون] مشرې اورزولا فون دیر لاین او ولسمشر ستوب له خوا په اوکراین کې د سولې له پاره مشترکې اعلامېې څخه بشپړ ملاتړ کوم.»
دغو رهبرانو د شنبې په ورځ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له هڅو هرکلی وکړ، خو ترڅنګ ېې ټینګار وکړ چې مسکو لا زیات فشار ته اړتیا لري تر څو کیف سره د سولې تړون ته غاړه کیږدي.
د ترمپ او پوتین کتنه
زیلنسکي تېره ورځ خبرداری وکړ چې هغه د سولې په مذاکراتو کې د اوکراین له حضور پرته تصمیمونه نه مني او اوکراینیان به روسیې ته یا د هغه په وینا «اشغالګر» ته خپله خاوره پرېنږدي.
هغه دغه خبره داسې وخت کړې چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو مخکې ويلي چې راتلونکې اوونۍ د اوکراین پر موضوع مخامخ ناسته کوي. تر ډېره تمه ده چې دغه ناسته به په عربي متحده اماراتو کې وي.
له آرشیف څخه: