مېدوېدوف: ترمپ په ایران کې د جګړې نوی پړاو پيل کړی
۱۴۰۴ تیر ۱, یکشنبهدغه جګپوړي روسي سیاستوال وویل، «ترمپ چې د یو سوله راوړونکي ولسمشر په توګه صحنې ته راغی، د امریکا له پاره ېې یوه نوې جګړه پیل کړې.» هغه زیاته کړه چې د «ایران سیاسي رژیم محفوظ شوی او په ډېر احتمال سره لا ډېر ځواکمن شوی دی.» مېدوېدیف دا هم وویل چې ترمپ به په دا ډول کړنو سره د سولې د نوبل جایزه ونشي کټلی.
مېدوېديف وویل، داسې نه ښکاري چې د ایران اټومي تاسیسات دې د امریکا په برید کې زیانمن شوي وي او دا چې امریکا متحده ایالات په یو خطرناک ځمکني ماموریت کې د لوېدو په درشل کې دی.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د امریکا او ایران تر منځ د اختلاف د هوارې له پاره په کراتو د منځګړيتوب وړاندیز کړی، که څه هم هغه تېره اوونۍ د اسرائیل او امریکا له لوري د ایران د رهبر آیت الله علي خامنه ای د وژلو په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.
په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا برید په کلکه غندلی. مسکو ويلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د دغه برید ځواب ووايي. دغه وزارت ويلي: «له اوسه معلومیږي چې یو خطرناک کړکيچ پيل شوی چې کولی شي د سیمې او نړۍ امنیت د پخوا په پرتله لاډېر تضعیف کړي.» وزارت ويلي چې په منځني ختيځ کې شخړې په داسې حال کې شدت موندلی چې دغه سیمه وار دمخه د مخ پر زیاتېدونکو بحرانونو سره مخ شوې ده.