روسیه د طالبانو ډيپلومات د «سفیر په کچه» مني
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبهد طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت، له امیرخان متقي، سره د افغانستان په چارو کي د روسیې د ځانگړي استازي ضمیر کابلوف، د لیدني کتني خبر ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ ضیا احمد د ایکس په ټولنیزه شبکه کي یوې وینا کي وویل چي په دغه لیدنه کتنه کي امیرخان متقي په دا وروستیو کي د «منع سوو ډلو له نوملړ څخه» د طالبانو د نوم حذفولو له پاره د روسیې له اقدام څخه مننه وکړه.
اړوند:طالبان: ناروی کې د افغانستان د سفارت قونسلي فعالیتونه پيلیږي
د نوموړې وینا له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنگه له روسیې څخه د دې له پاره چي د افغانستان ډیپلوماټ د «سفیر په کچه» مني، خپله مننه څرگنده کړې ده.
په وینا کي راغلي دي چي د افغانستان په چارو کي د روسیې ځانگړي استازي، په روسيه کي د منع سوو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم حذفول مهم بللي دي او ویلي يې دي چي دغه اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخوالي له پاره مهم دی، ترڅو په دې برخه کي خنډونه له منځه ولاړ سي.
کابلوف په دغه لیدنه کتنه کي ویلي دي چي په می میاشت کي به د افغانستان او روسیې د دایمي کمېسیون غونډه به د کازان د غونډې په څنډه کي ترسره سي.
اړوند:طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي
د نوموړې وینا له مخې، کابلوف د دغه کمېسیون جوړول د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو له پاره مهم بللي دي.
روسیې له ۲۰۱۶م کال وروسته، د طالبانو له ادارې سره غیر رسمي اړیکي برقراره کړي دي او ددغې ډلې استازي په منظم ډول د خبرو اترو له پاره مسکو ته رابلل کیږي.
په ۲۰۲۴م کال کي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اول ځل له پاره په ښکاره ډول له افغان طالبانو څخه «له ترهگرۍ سره په مبارزه کي د متحدینو» په توگه یادونه وکړه.