روسیه: د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون تضمین ته چمتو یوو
۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبهد روسيې د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې ۲۸نیټه) وویل چې مسکو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په برخه کې د «تضمینوونکي» نقش له پاره چمتو دی.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي ول چې له امریکايي چارواکو سره د تړون نهايي کولو ته نیږدې شوي دي. د دغه تړون پر اساس امریکايي سرتیري افغانستان ترک کوي او په بدل کې بې طالبان تضمين ورکوي چي افغانستان د ترهگرو په پناه ځای نه گرځي.
د ټاس په نامه د روسیې یوه خبري آژانس د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په حواله لیکلي: «د روسیې اړخ چمتو دی چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمځ د تړون د دریم ګړي لاسلیک کوونکي او یا د تړون د عملي کیدو په برخه کې د تضمین رول ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له ۱۸ کلونو راهيسي رواني جګړې د پای له پاره د امریکايي لوري او طالبانو ترمنځ مذاکرات د قطر په پلازمینه دوحه کې له کابو یوه کال راهیسې ادامه لري.
د دغو مذاکراتو نهم پړوا تیره اونۍ په قطر کې پیل شوی او لا هم ادامه لري. داسې انگېرل کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به دغه تړون نهايي شي.
پخواني شوروي اتحاد په۱۹۸۰م کلونو کې په افغانستان کې کابو لس کاله پوځي حضور درلود او اوس د افغانستان د سولې د هڅو یو له فعاله ملاتړ کوونکو څخه دی. دغه هیواد څه موده وړاندې، د افغان سیاسي څیرو او طالبانو د استازو د یوې بین الافغاني غونډې کوربتوب هم وکړ.