روسیه: اوکراین ته د تاوروس توغندیو استول په جګړه کي ګډون دی
۱۴۰۴ فروردین ۲۹, جمعهد روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۷) خبرداری ورکړی دی چي د روسیې پر سیمو د اوکراین له خوا د کروز تاوروس توغندیو په مرسته هر ډول برید به په جگړه کي د " آلمان د مستقیم گډون" په توگه وانگیرل سي.
د روسیې د خبري آژانسونو په حواله د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت وياندي ماریا زاخارووا، ویلي دي چي:«د روسیې پر تاسیساتو باندي به د دغو توغندیو په مرسته هر برید، د جگړې په ډگر کي له کیف سره د آلمان د مستقیم گډون په توگه په نظر کي ونیول سي، له ټولو هغو عواقبو سره چي دغه اقدام به د آلمان له پاره له ځان سره ولري.»
هغې ټینگار وکړ: «د [اوکرایني ځواکونو له خوا] له کروز توغندیو څخه استفاده، د آلمان د پوځ د ځواکونو له مستقیم ملاتړ څخه پرته امکان نه لري.»
اړوند:زيلنسکي له لوېديځ څخه د امنيت د تضمين غوښتنه کوي
د مسیحي دیموکرات گوند مشر او د آلمان راتلونکي احتمالي صدراعظم فریدریش میرڅ، له خپلو اروپايي شریکانو سره په همږغي سره، په دا وروستیو کي اوکراین ته د تاوروس توغندیو د استولو امکان مطرح کړی وو، چي په جگړه کي یې د کړکېچ د خطر د زیاتیدو په هکله د کریملن غبرگون له ځانه سره درلود.
له سوسیال دیموکرات گوند څخه د آلمان اوسني صدراعظم اولاف شولڅ، تل اوکراین ته د دغه ډول توغنیدو له استولو سره مخالفت کړی دی. په عین حال کي بریتانیا اعلان کړی دی چي د تاوروس د توغندیو د استولو له پاره د آلمان د پریکړې په صورت کي به د برلین ملاتړ وکړي.
د آلمان د دفاع د وزیر محتاطانه څرگندونې
روسیې مخکي هم د امریکايي اتکمز او بریتانیا "د طوفان سیوری" توغنیدو د ورکولو په هکله، اوکراین ته خبرداری ورکړی وو. پس له دې چي دغه وسلې د روسیې په خاوره کي د اوکراین له خوا وکارول سوې، د روسیې پوځ د "اورشنیک" په نوم خپل نوی فوق العاده توغندی د اوکراین پر لور فیر کړ. مسکو همدارنگه گواښ کړی دی چي امکان لري یو وار بیا پر اوکراین باندي د برید پر وخت له دغه توغندي څخه کار واخلي.
اړوند:د روسیې اوریشنک توغندی؛ دغه توغندی څه وړتیاوې لري؟
تاوروس توغندي د امریکايي او بریتانوي ماډلونو په پرتله لیري واټن ویشتلی سي او کولای سي تر ۵۰۰ کیلومتره واټن پوري اهداف تر برید لاندي راولي.
د آلمان د دفاع وزير بوریس پیستوریوس هم تیره اونۍ د تاوروس د استولو په هکله له احتیاطه ډکې څرگندونې وکړې. نوموړي په هانوور کي د یوې گوندي ناستې په ترڅ کي وویل: «د تاوروس د استولو او له هغو څخه د استفادې له پاره ښه دلایل موجود دي. خو له هغو سره د مخالفت له پاره هم ډیر ښه دلایل مطرح دي.»
د دغه گوند مشر ماتیاس میرش، هم له دوو آلماني شبکو سره د مرکې په ترڅ کي د یوه لا ښکاره دریځ په څرگندولو سره وویل: «موږ تل له دا ډول موضوع سره مخالف وو. فکر کوم چي نه غواړو د نښتو د زیاتیدو سبب سو او یا هم د جگړې په یوې خوا تبدیل سو.»
د آلمان پارلمان تیر کال، اوکراین ته د تاوروس د توغنیدو استول رد کړل.