د ۲۰۲۴ کال د فساد په اړه د شفافیت د نړیوال سازمان رپوټ
۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سهشنبهسخته گرمي، سیلابونه، د ځنگلونو اوراخیستنه. په داسي حال کې چی شدیده هوا مخ په زیاتیدو ده او اقلیمي اهداف له گواښ سره مخامخ دي، ډیری وخت یو فکتور له پامه غورځول کیږي: يعني فساد.
د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ م کال له پاره د فساد په شاخص (Corruption Perceptions Index, CPI) کې دا موندلې ده چې رشوت او له واک څخه ناوړه گټه اخیستنه په ډیریو هیوادونو کې په پراخه پیمانه د اقلیم د ساتني مخه نیسي. په دغه څیړنه کې راغلي چي د نړیوالي تودوخې د ریکارډ ماتولو، ډیموکراسۍ د کمروزې کيدو او اقلیم ساتنې له پاره د نړيوالو هلو ځلو له کمښت وروسته، نړیوالو په اصطلاح «له سترې ستونزې سره مخامخ دي».
د فساد کړکیچ د اقلیمي بحران د حل لاري مخه نیسي
د شفافیت د نړیوال سازمان اجرایوي مدیرې، مایرا مارتیني د CPI په دغه رپوټ کې لیکلي دي چې :« موږ باید په عاجل ډول د فساد ریښو ته ورسیږو، مخکې له دې چې هغه د اقلیم ساتني معنی داره اقدامات په بشپړ ډول له منځه یوسي.» نوموړې له حکومتونو او څو اړخیزو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې د فساد په وړاندي مبارزه دي د هغوی د اقلیم ساتني په ستراتیژیو کې د یوې مهمي برخي په توگه درج کړي.
د مارتیني په خبره «نن ورځ فاسد ځواکونه، نه یوازي پالیسۍ ټاکي، بلکې ډیری وخت یې حکم هم کوي او کنترول کمزوری کوي، یعني دا چې خبریالان، فعالان او د هغو کسانو خوله بندوي چې له برابرۍ او پایدارۍ څخه ملاتړ کوي. د اقلیم یوه ریښتیني انعطاف ته اړتیا سته چې دغه ډول گواښونه په مستقیم او قاطع توگه حل کړي. په ټوله نړۍ کې زیانمنونکي کسان، سمدستي دغه ډول اقداماتو ته اړتیا لري.»
دا چې فساد څه ډول د اقلیم ساتني مخه نیسي، نوموړی رپوټ یې په ډیرو پیښو کې واضح کوي.
امریکا متحده ایالات: هلته، د انرژۍ د یوه شرکت په هکله ویل کیږي چې د رشوت په سیستم کې یې ۶۰ میلیونه امریکایی ډالر پانگونه کړې ده، تر څو سیاسي پریکړي اغیزمني کړي او د نوې کیدونکي انرژۍ پراختیا کرار کړي.
د لویې څارنوالۍ په حواله دغه پیسې یوه سیاستوال او د هغه ملگري ته لیږل سوي دي، ترڅو له دوو اټومي بټیو څخه ملاتړ له پاره میلیارډونه په لاس راوړي. د رپوټونو له مخي دې کار له شرکتونو سره مرسته وکړه تر څو په نوو او ارزانو ډولونو سره سیالي وکړي او د رقابت برتري ترلاسه کړي.
قوي فساد ډیری هیوادونه اغیزمن کړي
د شفافیت نړیوال سازمان، د فساد په اړه د خپل شاخص له پاره ،۱۸۰ هیوادونه په عامه سکتور کې د فساد د کچي له مخي درجه بندي کړي دي: په دې دلیل چی فساد لاپسي پراخ اوپیچلی کیږي نو دغه شاخص له صفر (ډیر فاسد) څخه نیولې تر ۱۰۰ (پرته له فساد) پوري مقیاس کې وایی چي څه د پاسه دوه پر دريمه برخه هیوادونه له ۵۰ اوسط درجې څخه کښته ځای لري. د رپوټ په حواله »دا کار د نړیوال اقلیم پر تدابیرو باندي ستر احتمالي ویجاړوونکي اغیزي لري.« له هغوی څخه څه ناڅه ۶،۸ میلیارډه انسانان اغیزمن دي چې د نړۍ د شاوخوا ۸ میلیارډه خلکو ۸۵ سلنه نفوس سره سمون لري.
هغه هیوادونه چې تر ټولو خرابي نمرې اخیستي دي، ډیری یې په حساس حالت کې دي او جگړو ځپلي دي، لکه جنوبي سوډان (د شاخص نمره له ۱۰۰ څخه ۸)، سومالیا (۹)، وینزویلا (۱۰)، سوریه (۱۲)، لیبیا (۱۳)، اریتریا (۱۳)، یمن (۱۳) او استوایی ګینیا (۱۳).
ددغو تاریکو نتایجو ترڅنگ، د شفافیت په شاخص کې ځیني پرمختگونه هم لیدل کیږي. ډنمارک د ۹۰ نمرو په ترلاسه کولو سره، بیا هم د فساد د تر ټولو کښتي کچي په لرلو سره لومړی ځای خپل کړی دی. له دې وروسته فنلنډ (۸۸)، سنګاپور (۸۴) او همدارنګه نیوزیلینډ (۸۳)، لوګزامبورګ، ناروې او سویس (۸۱) نمرې لري. جرمني هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو لږ فساد لري او له کاناډا سره لسم ځای لري - یعني دواړه هیوادونه د ۷۵ نمرو په لرلو سره.
په هرصورت، د جرمني د شفافیت د ادارې، رئیسه الکساندرا هیرڅوک خبرداری ورکوي چې «آلمان له ۲۰۱۲ کال راهیسي لږ یا ډیر پر خپل ځای پاته دی، خو د تیر کال په پرتله یې درې نمرې کمي ښکاري چې دا کار له نورو هیوادونو سره په پرتله، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د نوموړي هیواد شاته تگ ښيي.»
په تیره بیا د اطلاعاتو د آزادۍ او گوندونو د تمویل په برخه کې لاډیرو اقداماتوته اړتیا لیدل کیږي.