د کولن کلیسا: په کلیسا کې د ښځو ګومارنې ښې پایلې لرلي
۱۳۹۸ آذر ۲۶, سهشنبهپه کلني ډول له ټولې اروپا څخه د آلمان په کولن ښار کې د دغې سترې کلیسا لیدو ته خلک راځي چې له کبله یې د خلکو اوږده کتارونه او ګڼه ګوڼه هم رامنځ ته کیږي. د یادې تاریخي او مذهبي ودانۍ د تنظیم چارې د «ډوم شوایزر» په نامه د یوې ډلې په لاس کې وي چې ورته «کیتیدرل سویس» هم ویل کیږي. دوی له پخوا راهیسې تورې جامې اغوندي چې ورباندې د سرو کرښو پټۍ وي او تورې خولۍ یې پر سر وي.
یادې کلیسا له نن څخه نیږدې اوه میاشتې مخکې پریکړه وکړه چې د نظم د ساتلو په ډله کې میرمنې هم ورشاملې کړي. د یادې کلیسا د مشر ګیرډ باخنر، په خبره دا اړینه نه ده چې «کیتیدرل سویس» یا هغه کسان چې د کلیسا د نظم چارې پرمخ وړي، یوازې نارینه وي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، باخنر ویلي دي چې «میرمنو ته د کار د ورکړې په برخه کې موږ کومه ستونزه نه وینو.» د ډوم شوایزر یا کیتیدرل سویس اصطلاح په لومړي سر کې په ۱۷ او ۱۸ پیړیو کې کارویل کیدلې هغه مهال چې د سویس پر سرتیرو به ډیر اعتبار کیدو او دوی به په خپلو بهرنیو ماموریتونو کې د محکمو ساتنه کوله او د اعتماد وړ خلک وو.
د کولن په کلیسا کې د «کیتیدرل سویس» په نامه د دغو خلکو دنده دا ده څو د لیدونکو سوالونه ځواب کړي او سربیره پر دې د کلیسا په داخل کې نظم وساتي. له پیړیو راهیسې کلیساګانو به دغه دنده یوازې نارینه وو ته ورکوله خو د د روان کال د مې میاشتې له نیمايي راهيسي د کولن ښار په ستره کلیسا کې شاوخوا ۳۰ میرمنې هم دغه دنده پرمخ وړي.
باخنر د دغې نظریې په هکله وویل: «حقیقت دا دی چې ټول باید په لومړي سر کې له دې نوي وضعیت، همکارانو او کتونکو سره آشنا شي. خو تراوسه پورې، ټول همکاران په دې پوهیدلي چې د میرمنو [حضور] یوه اساسي موضوع وه او دا چې د دې کار په بدل کې مو څه نه دي له لاسه ورکړي.»
د باخنر په خبره، د کلیسا کتونکي د ښځینه دوم شوایزر یا د نظم ساتلو له ښځینه کارمندانو خوښي ترلاسه کوي. نوموړی زیاتوي چې تر ټولو مهمه همدا دا چې خلک کلیسا ته په داخلیدو سره د هرکلي احساس وکړي.