د څښاک اوبو د کمښت خطر: طبیعي یخچالونو ته پاملرنه
۱۴۰۳ بهمن ۲, سهشنبهپه ټوله نړۍ کي په ډراماټیک ډول د طبیعي یخچالونو کمیدل د نړیوالي ټولني له پاره خطرناک عواقب لري. د کاناډا له ساسکاچيوان پوهنتون څخه د طبیعي یخچالونو شنونکی جان پومیروی، خبرداری ورکوي، چي د څښاک د اوبو د سرچینې په توگه د هغو ساتل، د بشریت له پاره د پایښت یوه پوښتنه ده.
اړوند:رپوټ: په نړۍ کې ۲ ميليارډ او ۲۰۰ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
په نړیواله کچه شاوخوا ۲۷۵ زره طبیعي یخچالونه موجود دي. لکه څنگه چي پومیروی، وايي چي څه د پاسه دوه میلیارده انسانان له طبیعي یخچالونو څخه ویلي سوواوبو څخه ډکو سیندونو او جهیلونو باندي تکیه کوي، لکه د څښاک د اوبو، زراعت، صنعت او پایداره انرژۍ د تولید له پاره.
د هوا پیژندنې نړیوال سازمان په ژنیو کي «له طبیعي یخچالونو څخه د ساتنې نړیوال کال» په رسمي ډول د هغو د اهمیت د ښودلو له پاره ولمانځه. د طبیعي یخچالونو نړیواله ورځ به هم د اول وار له پاره د مارچ پر ۲۱ مه ولمانځل سي.
شنونکي ددغو یخچالونو د راکمیدو په برخه کي هیڅ شک نه لري چي د هغه علت داقلیم بدلون دی. یوازي په دې صورت کي چي د انسانانو په واسطه تولید سوي گلخانه يي گازونه راکم او اقلیمي بدلون محدود سي، کیدای سي طبیعي یخچالونه وژغورل سي. پومیروی وایی: «د طبیعي یخچالونو له پاره دا بې تفاوته ده چي موږ پر علم باندي باور لرو او که نه، دوی به همداسي ویلي کیږي.»
د نوموړو معلوماتو له مخې، سربیره پردې د هغوی ویلي کیدل په کال کي د سمندر اوبو د سطحې د څه ناڅه یو ملي متر د پورته کیدو سبب هم کیږي.
اړوند:د څښاک د اوبو پر کیفیت د اقلیمي تغیراتو اغیزې
د زوریخ له پوهنتون څخه پر طبیعي یخچالونو باندي د څارنې له څانگي څخه ایزابیله گیرتنر رویر، وايي چي د ټولو طبیعي یخچالونو د ویلي کیدو په صورت کي به د اوبو دغه سطحه، ۳۲ سانتي مترو ته پورته سوې وای.
داسي تدابیر لکه د لمر پر وړاندي د گرانبیو ترپالونو په مرسته د هغوی ساتنه کیدای سي محدوده مرسته وکړي، د مثال په ډول که د سکي کولو له پاره یو ټاکلی ځای دغه ډول محافظت ته اړتیا ولري. خو په نړیواله کچه دا د طبیعي یخچالونو د ژغورنې له پاره د حل کومه لار نه ده.