په ځورونکو حالاتو کې له ماشومانو سره څرنګه مرسته کولای شو؟
۱۴۰۱ آبان ۱۰, سهشنبهماشومان او تنکي ځوانان د پیښو، تاوتریخوالي یا نورو ناورینونو له کبله ډیر زیان منونکي دي. حتی هغه ماشومان یا تنکي ځوانان چې په مستقیم ډول له ناوړه پيښي څخه اغیزمن شوي نه وي کیدای شي ورته زيان ورسیږی، کله چې دوی په پرله پسې ډول په خبرونو یا ټولنیزو رسنیو کې د دردونکو پيښواو بوږنونکو عکسونو سره مخ کیږي.
که ستاسې ماشوم پخپله دردناکه پیښه تجربه کړې وي یا یې شاهد وي، دوی احتمال لري چې ډير زيات د ناآرامه کوونکو او ډارونکو احساساتو له لړۍ څخه اغیزمن شي.
په داسې حال کې چې دردونکي نخښې ممکن د وخت په تیریدو سره له منځه ولاړې شي. خو داسي ډېر څه شته چې تاسو د مور او پلار یا پالونکي په توګه وکولی شئ د زوريدلي ماشوم پالنه او ملاتړ وکړئ. په دي توگه به هغه په ځان کې د فشار نخښې اداره کړي او خپل د امنیت احساس به بیا ورغوي.
تروماتیک فشار د دردونکو پیښو پر وړاندي طبیعي غبرگون دی چې ستاسو د ماشوم مزاج، اشتها، خوب، او پر عمومي هوساینې اغیزه کوي.
له ملګرو او کورنۍ سره د نږدي والي لېوالتیا له لاسه ورکول، د شپې خوبونه یا د خوب نورې ستونزې، خپګان او غوسه، د سر درد او د معدې درد یا نورې فزیکي ستونزې، د ګناه یا خپګان احساس او داسې نور په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې د زيان رسوونکی فشار څرګندې نخښې دي.
اړوند مطالب:
هر څومره چې ستاسو د ماشوم عمر وي، دا مهمه ده چې د تروماتیک پیښې وروسته اضافي ډاډ او ملاتړ چمتو کړئ. ستاسو د مینې او لارښوونې سره، د فشار دردونکو فکرونو او احساساتو له منځه وړلو پیل کیدی شي او ستاسو د ماشوم ژوند کولی شي له بحران څخه وروسته په ورځو یا اونیو کې بیرته عادي حالت ته راوگرځي.
د ډوډۍ یا لوبې له پاره د میز په شاوخوا کې د کورنۍ د غړو راټوليدل ستاسي له ماشوم سره د خبرو کولو او اوریدلو له پاره یو ښه فرصت دی. د مور او پلار په توګه، تاسو اړتیا لرئ د خپل ماشوم سره د ناورین یا دردونکو پیښو سره مقابله کې مرسته وکړئ.
د دغه ډول ناوړه پیښو په وړاندې مو د ماشوم غبرګون ستاسې په غبرگون کي خورا اغیزمن کیدی شي. د هر عمر ماشومان د بحران په وخت کې د آرامۍ او ډاډ له پاره خپلو والدینو ته ګوري. که تاسي د خپل ماشوم سره دردونکي پیښه تجربه کړې وي، نو دا مهمه ده چې د خپل ځان فشار سره د مقابلي کولو له پاره ګامونه پورته کړئ. حتی کوچني ماشومان کولی شي د خپلو والدینو اندېښنه او فشار درک کړي. خپلي احساساتي روغتیا او هوساینې ته په پام او پالنی سره، به پر تاسي ارامونکي اغیز ولري او د خپل ماشوم سره به په ښه توگه د مرستې کولو وړتیا ولرئ. په دي ډول که مو ماشوم په هر عمر کې وي، له ناوړه حالاتو څو اونۍ يا مياشتي وروسته ستاسي په محبت او مینه ناکو لارښوونو سره به ماشوم په خپل ژوند کي د ډاډ احساس وکړي.
د ډوډۍ خوړلو پر ميز د کورنۍ د غړو راټوليدل يا په يوځايي توگه د سطرنج او ورته لوبو کول هغه فرصت دی چې د خپلو اولادونو خبرو ته غوږ شئ.
په یاد ولرئ چې ماشومان په مختلفو لارو د ناوړه پيښو پر وړاندي غبرګون ښيې، او د دوی احساسات کيدای شي د څپو په ډول راشي او لاړ شي. نو هڅه مه کوئ چې خپل ماشوم دي ته وهڅوئ چې څه فکر وکړي یا احساس وکړي، بلکې خپل ماشوم وهڅوئ چې خپل احساسات په ښکاره توګه شریک کړي. پريږدئ چې پوه شئ هر هغه څه چې دوی احساس کوي طبعی دي. هغوی وهڅوئ چې په بل باوري بالغ، لکه ملګري، خپلوان، یا ښوونکي سره د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړي. خبرې کول مهم دي، حتی که مو ماشوم له تاسی سره نه وي.
خپل ماشوم د دردونکي پیښې له تکرار څخه منع کړئ. دوامداره تمرکز یا د بیلګې په توګه، د پیښې ویډیو فلم بیا لیدل او پیل کول ستاسو د ماشوم پر عصبي سیسټم اغیزه کولی شي. ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشوم د استراحت، لوبې او ساتیري له پاره ځای او وخت ولري.
صدمه کولی شي د نړۍ په اړه د ماشوم یا لویانو لیدلورې بدل کړي او نړۍ ناڅاپه د یو ډیر خطرناک او ډارونکي ځای په څیر ورته ښکاره شي.
په غيږ کې نيول او په مينه محبت ورسره غږيدل، هغوی ته د آرامۍ ډاډ ورکولی شي او ماشوم په هر عمر کې چې وي د خوندیتوب احساس کوي.
اړوند مطالب:ځوانان مخ په زیاتیدونکي ډول د دیجیتالي رسنیو تر فشار لاندې دي
ستاسو د ماشوم د ژوند له پاره د وړاندوینې وړ مهالویش او جوړښت رامینځته کول کولی شي چې نړۍ ورته بيا ډاډمنه ښکاره شي. هڅه وکړئ چې د خوړو، کار او د کورنۍ د فعالیتونو له پاره منظم وخت ولرئ.
د راتلونکي او پلان په اړه خبرې وکړئ. دا کولی شي د ځورول شوي ماشومانو ترمنځ د رامنځته شوي احساس سره په مبارزه کې مرسته وکړي چې راتلونکی ډارونکی، تیاره او د وړاندويني وړ نه ده. څومره چې تاسو کولی شئ، د خپل ماشوم سره د خبرونو راپورونه وګورئ او د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړئ.
خپل ماشوم ته منظم فرصت ورکړئ چې د هغه څه په اړه خبرې وکړي چې دوی په رسنیو کې تجربه کوي یا لیدل کیږي. هغوی وهڅوئ چې پوښتنې وکړي او اندېښنې څرګندي کړي، مګر دوی خبرو کولو ته مه مجبوروئ.
فزیکي فعالیت کولی شي اډرینالین وسوځوي، د مزاج وده کوونکي Endorphins خوشې کړي، او ستاسو د ماشوم یا ځوان د شپې په ښه خوب کولو کې مرسته وکړي.
بدني فعالیتونه لکه باسکیټبال، فوټبال، منډې، رزمي لوبې یا لامبو چې د لاسونو او پښو حرکت ته اړتیا لري کولی شي ستاسو د ماشوم د ذهني حالت په ښه کولو کې مرسته وکړي.
هغه خواړه چې ستاسو ماشوم يې خوري، کولی شي د دوی په مزاج او د فشار سره د مقابلې پر وړتیا باندې ژوره اغیزه وکړي. پروسس شوي خواړه، اصلاح شوي کاربوهایډریټ، خواږه مشروبات او خواږه خواړه کولی شي د مزاج بدلون او د فشار نخښې خرابې کړي.