د پي ټي ام د ۲۳ غړو په ضمانت د آزادیدو حکم
۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبهد اسلام آباد د لوړې محکمې (هایکورټ) مشر قاضي اطهر من الله، د چارواکو له لوري پر احتجاج کوونکو باندې د بغاوت، د تور لګولو له کبله سپیناوی غوښتی وو. خو د دوشنبې په ورځ د اسلام آباد د پولیسو مشر محکمې ته حاضر نه شو، چې له کبله یې مشر قاضي نارضایت وښود او ویې ویل چې د دولت کار خلکو ته خوندیتوب ورکول دي.
اطهر من الله وویل چې دوی به دغه معامله وڅیړي: «تاسو څرنګه د یو چا له وطن سره مینه تر پوښتنې لاندې راوستی شئ؟ ستاسو په آند محکمې به د دغه ډول معاملو په هکله سترګې پټې کړي؟»
هغه په محکمه کې موجود مرستیال کمشنر ته وویل که چیرې په دې برخه کې د چارواکو له خوا کوم زیاتی شوی وي، نو بايد خپله تیروتنه ومني.
دغه مظاهره کوونکي د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه هغه مهال ونیول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) د مشر منظور پښتین د نیول کیدو پر ضد یې سوله ایز احتجاج کاوه. حکومت د دغو ۲۳ کسانو پر ضد د پاکستان د پوځ پر وړاندې د لمسون، د امنیت د خرابولو او کرکه پارونکو تقریرونو تورنه لګولي دي.
پر واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف باندې پر دغو کسانو د دوسیو جوړولو له کبله نیوکې کیدې. په پام کې ده چې د دغه قضیې بله استماعیه غونډه د جنورۍ میاشتې په لسمه نېټه ترسره شي.
ش ج ⁄ ع ح