د پاکستان کلتور د رنګونو نندارتون
د پاکستان په لاهور ښار کې د «ډاچي آرټس اینډ کرافټس» نندراتون پای ته ورسید. په دغه نندارتون کې بیلابیل هنري توکې نندارې ته وړاندې شول، چې موخه یې د پاکستان کلتور ته وده ورکول ول.
دا ځل د ډاچي فاونډیشن یا بنسټ په نوښت دغه نندارتون د لاهور ښار د عصري سیمې ماډل ټاون په «قصر نور سنټر» کې جوړ شوی وو. لاهور د پاکستان د کلتوري پلازمینې په نوم هم یادیږي.
دا په خپل ذات کې یوولسم ډول دغسې نندارتون دی، چې تر سره کیږي. په دغه نندارتون کې د آلمان په مرسته د لاسي صنایعو پروژې یوې غرفې د خلکو پام ځان ته رااړولی وو. په دغه غرفه کې د پاکستان د بیلابیلو سیمو د کالیو استازیتوب کوونکي نانځکي نندارې ته ایښودل شوې وې.
د خصوصي سکتور څانګې د هڅو په واسطه په هرو شپږو میاشتې یو ځل دغه کلتوري غونډه کیږي. د دغه ډول هڅو له کبله مینه والو ته دا فرصت په لاس ورځي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په لاس جوړ شوي صنایع وویني.
د دغه نندارتون تنظیمونکي عایشه نوراني وایي چې د نندراتون یو مهم هدف دا دی چي نوي نسل د پاکستان له څو ډوله کلتورونو سره اشنا کړي.
په دغه نندارتونو کې د پاکستان د بیلابیلو ایالتونو لاسي هنر نندارتون ته وړاندې شوی وو. نندارتون د نومبر په یوولسمه پیل شو او په دیارلسمه پای ته ورسید.
د ښارونو اوسیدونکو د دغه ډول نندارتونونو په واسطه د هیواد د بیلا بیلو برخو له هنرونو سره آشنا کیږي او د هغوی د ستاینې فرصت تر لاسه کوي. دغه څه د هنرونو د خوندي ساتلو سبب هم ګرځي.
په دغه نندارتون کې بیلا بیل توکي نندارې ته وړاندې شوي چې د مختلفو سیمو کالي، ګاڼې، لوښي او فرنیچر پکښې شامل ول او د دې تر څنګ پکښې د نقاشۍ، خامکدوزۍ او خطاطۍ نمونې هم شاملې وې.
د ډاچي اینډ آرټس کرافټس، په یوولسم نندارتون کې په درجنونو غرفې جوړې شوې وې چې د رنګونو پسرلی له لیرې ځایونو د راتلونکو مینه والو په انتظار وو.
دغه نندارتون ته د هیواد له دننه او همداشان ډیر بهرني میلمانه ورغلي وو. هغوی د بیلا بیلو توکو د رانیولو پر مهال د لاسي صنایع کاري هنر او مهارت وستایه.
په پاکستان کې د مالګې کانونه په پراخه ځمکه پراته دي. له دغه ځایه تر لاسه کیدونکي مالګه نه یوازې د خوړلو له پاره کارول کیږي، بلکې له مالګې بیلا بیل توکي هم جوړیږي.
په دغه نندارتون د نقاشۍ د بیلابیلو هنرونو تر څنګ له باڼس څخه جوړي شوي فوارې او د اوښ له پوستکې څخه جوړ دغه فانوسان هم نندارې ته وړاندي شوي ول.
په دغه نندارتون کې له ډبرو او لرګیو څخه د جوړو شوو شیانو تر څنګ خاورین لوښي هم نندارې ته وړاندي شوي ول.
د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د پاکستان د ستیج، تلویزون او فلم مشهور لوبغاړي سهیل احمد هم ګډون کړی وو. هغه د د ډاچي بنسټ دا نوښت وستایه چې د پاکستان کلتور په ښکلي ډول خلکو ته وړاندې کوي.
هغو کسانو چې نندارې ته یې خپل د لاس جوړ توکي وړاندې کړي وو پر دې خوښي وښوده چې دوی مینه والو ته په خپل لاس د جوړو شوو توکو د وړاندې کولو او همداشان د خپل عاید له پاره نادره موقع تر لاسه کوي.
په نندارتون کې پر بیلابیلو غرفونو باندې د مینه والو زیات بیروبار وو. دغه ډول نندارتونونه په دې کې مرسته کوي چې هنرونه خوندي شي او نورو نسلونو ته انتقال شي.
په نندارتون کې نندارتې ته وړاندې شوي توکي یوازې د سینګار توکو له پاره په کار نه راځي بلکي نورې ګټې ترې هم اخیستل کیدای شي. لکه په دغه ډول رنګه کوچنیو بکسونو کې ګران بیه شیان خوندي کیدای شي.
د لرګي څخه جوړ دغه ډول بیلا بیل کټکي په لاس جوړ شوي او په لاس بوڼل شوي دي. په لاس جوړو شوو نورو توکو هم د نندارتون د ګډونوالو پام ځان ته راو ګرځاوه.
په دغه نندارتون کې د ځایي خوړو غرفې هم وې، چې پکښې د سابه او سکړک غرفې ډیر مینه وال لرل.
ډاچي فاونډیشن یو خیریه بنسټ دی، چې په ۲۰۱۰م کال کې جوړ شو او په همدغه کال یې لومړنی نندارتون هم تر سره کړي. د دغه بنسټ موخه د پاکستان کلتور ته وده ورکول دي. لیکوال: امجد علي