د يوه داینوسور سکلیټ په ۱۲ میلیونه ډالره وپلورل سو
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۳, جمعهلکه څنگه چي د «کریستیس» په نامه لیلام کونکي مرکز اعلان وکړ، د "The Raptor" په نامه مشهور او له ۲۶ بیلابیلو ډبرینو هډوکو څخه جوړ د داینسور دغه سکلیټ د پنجشنبې ورځي په ماښام په لیلام کي یوه آسیايي رانیوونکي ترلاسه کړ.
دغه درې متره اوږد سکلیټ څو کاله مخکي د امریکا متحده ایالاتو د مونتانا ایالت په وولف کانیون سیمه کي له خاورو راایستل سوی وو او له هغه راهیسي د شخصي شتمنۍ په توگه ساتل کید.
د لیلام په یوې سیالۍ کي نوموړی سکلیټ په ۱۲،۴ میلیونو ډالره خرڅ سو او دا د داینوسور د سکلیټونو د خرڅلاو په تاریخ کي ترټولو لوړ دوهم قیمت وو. د داینوسور تر ټولو ارزښتناکه سکلیټ د تیرانوسور ریکس په نامه وو چي په ۲۰۲۰م کال کي په ۳۱،۸ میلیونه ډالر، لیلام ته وړاندي او خرڅ سو.
ستیفان سپیلبیرګ په خپل فلم »جوراسیک پارک« کي له کوچنيو او ځیرکو ډینونیچس انتیروپوس څخه د ویلوسیراپتر له پاره الهام اخیستی وو. په حقیقت کي هم دغه دوه ډولونه موجود ول، خو د فیلم د سناریو لیکونکو بیا تر یو ځایه خپل هنري ابتکار هم وراضافه کړې وو.
د دغه لیلام په ترڅ کي د ایدگار دیگاس د »۱۴ کلني نڅاگري« یو سکلیټ هم خرڅلاو ته وړاندي سو. د ۴۱،۶ میلیونو ډالرو په ارزښت خرڅلاو سره یې دغه فرانسوي هنرمند تر ټولو لوړ قیمت په لاس راوړ. د فرناندو په نامه د پابلو پیکاسو مجسمه د ۴۸،۴۸ میلیونو ډالرو په ارزښت لاس په لاس سوه. د نیویارک د متروپولین موزیم، د سوغات په توگه د هغې د یوې بلي نسخې له ترلاسه کولو وروسته، هغه خرڅلاو ته وړاندي کړې وه.