د ورکو شوو بلوڅانو کورنيو خپل پرلت پای ته ورساوه
۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبهدغه په لسګونو احتجاج کوونکي وايي چې د خپلوانو قضيو ته يې هيڅکله هم سمه کتنه او په هکله يې پلټنه نه ده شوې. دوی تور لګوي چې خپلوان يې د دولت د امنيتي ځواکونو له خوا په تېرو دولسو کالو کې اغوا يا يرغمل شوي دي. د حکومت دريځ ډېر وخت دا و چې دغه کسان له افراطي ډلو سره يو ځای شوي دي او په جنګونو کې وژل شوي يا تښتېدلي دي. نصرالله بلوچ چې د بلوڅو د ورکو شوو کسانو د غږ په نوم د ټولنې مشر دی، وويل چې «موږ په دغه هېواد کې د قانون حاکميت غواړو، او د جبري لادرکۍ د پېښو پای غواړو.»
د هغه په خبره «ترې تم شوي کسان بايد عدالت ته وړاندې شي او هغه چې بې ګناه دي بايد آزاد شي.» نوموړي زياته کړه چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې لومړی وزير عمران خان به د دوی د ډلې له يوه پلاوي سره وګوري.
د بشري حقونو ډلې وايي چې په زرګونو تنه په زور سره له سيمې ورک کړل شوي دي چې دا لړۍ دولس کاله پخوا د بېلتون غوښتونکو له خوا د پاڅون د شروع کېدو راهيسې روانه ده. د ورکو شوو کسانو کورنۍ د افغانستان سره له سرحدي سيمو څخه اسلام آباد ته راغلل او د پارلمان سره نزدې يې تر شنه آسمان لاندې شپې تېرولې.
بلوچستان د يوې لسيزې څخه زيات وخت له يوه پاڅون سره مخامخ دی چې د خپلواکۍ تر څنګ د ځايي طبيعي زېرمو او شتمنيو په برخه کې د زياتې ونډې د تر لاسه کولو غوښتنه هم مطرح ده. بلوڅ فعالان پر پوځ د زيات تشدد د استعمال تور لګوي او وايي چې پوځ له کلونو راهيسې د بلوڅو ځوانانو په اغوا کولو کې لاس لري.
آ./ن.ص./ا.ا.