د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شو
۱۴۰۴ فروردین ۱۵, جمعهپه هندي سینما یا بالیوډ کې د وطني «ملي» فلمونو وتلی ستوری منوج کمار، د جمعې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر د زړه ناروغۍ له امله د هند په ممبۍ ښار کې مړ شو.
منوج کمار د هند د لرغوني او ملي سمبول څخه اخستل شوي «بهارت کمار» په لقب هم مشهور و. هغه د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو سربېره په افغانستان کې هم ډېر مینهوال لرل.
دغه پخوانی فلمي ستوری همدا راز د نریندار مودي، په مشرۍ د هند د واکمن ګوند بهاراتیا جانتا یا «بي جی پي» غړی هم و.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، د منوج کمار د مړینې له امله خواشیني ښودلې او هغه یې د «هندي سینما د سمبول» په توګه یاد کړ. مودي وویل:«د منوج کمار کارونو د ملي غرور پلوشې روښانه کړې او پر نسلونو یې آغېز وکړ.»
منوج کمار، د ۱۹۵۰ کلونو پر مهال سینمايي کارونه پیل کړل او د اوپکار (۱۹۶۷)، پوراب اور پچیم (۱۹۷۰) او کرانټي (۱۹۸۱) په څېر مشهور فلمونه یې جوړ کړل. هغه په فلمونو کې د مرکزي لوبغاړي تر څنګ د لارښود یا هدایت کار په توګه هم کار کړی.