د نړۍ د کاتولیکانو مشر، پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱, دوشنبهواټیکان اعلان وکړ چې د نړۍ د کاتلویک کلیساو مشر، پاپ فرانسیس، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فبروري ۲۱) د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو. کاردینالانو په ۲۰۱۳م کال کې ارجنټاینی خورخه ماریو بوګولیو د پاپ په توګه انتخاب کړ.
پاپ سربېره پر دې چې روغتيايي وضعیت ېې مناسب نه و، تېره ورځ ېې د مسیحیانو د پاک ایستر په جشن کې ګډون وکړ او په نړۍ کې ېې خپل د سولې او آرامښت پیغام د یو بل کاردینال له لارې نړۍ ته واوراوه.
نور ولولئ: د ایستر یکشنبه؛ پاپ فرانسیس په غزه کې د فوري اوربند غوښتونکی شو
فرانسیس د لاتينې امریکا لومړنی پاپ و چې د کاتولیک کلیسا رهبرۍ ته ورسید. پاپ فرانسیس له مهاجرو او بې کوره افرادو د حفاظت او همدارنګه د اقليم ساتنې له پاره ډېري هڅې وکړې، هومره چې بل هېڅ پاپ نه وې کړې. هغه د کاتولیک کلیسا تر ۱۲ کلنې رهبرۍ وروسته نن د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. دی په تاریخ کې دوهم تر ټولو زوړ یا د ډېر عمر لرونکی پاپ و.
زغرده وینا
مخکې له دې چې په ۲۰۱۳م کال کې د پاپ له پاره انتخابات وشي، بوګولیو هغو کاردینالانو ته وینا وکړه چې د کليساو پر وضعیت د خبرو اترو له پاره راټول شوي ول. هغه په خپله دغه وینا کې په کلیسا کې د «بیان د زغردې ازادۍ» غوښتونکی شو. هغه وویل چې کلیساوې نه باید یوازې پر خپلو کارونو متمرکزې وي.
نور ولولئ: پاپ فرانسیس د هرات د زلزله ځپلو له پاره د مرستې غوښتنه کړې
د هغه د دغې وینا ځواک کېدای شي د ویم ندرس په جوړ فلم «پاپ فرانسیس، هغه سړی چې پر خپله ژمنه ولاړ دی» کې هم احساس شي. هغه په خپله دغه وینا کې هم په ډېره ساده ژبه کلیساوې وهڅولې چې هغو افرادو ته چې د ټولنې په څنډو کې ژوند کوي، ورنژدې شي. پاپ فرانسیس دغه مقام ته له رسېدو سره سم، هغو ډلو ته رجوع وکړه چې څنډو ته اېستل شوي ول.
پاپ تل ځان د جهانې کېدو سرسخت مخالف او د پانګونې منتقد په توګه ښوده. هغه د کاتولیک کلیساو د رهبرۍ په لومړیو کلونو کې خپلې تر ټولو ځواکمنې سیاسي ویناوې وکړې. هغه همیشه فقیرانو ته د «جنوبی نړۍ» اصطلاح کاروله کوم چې د ودې په حال کې هېوادونو یا لږ وده کړو هېوادونو ته کارول کیږي. فرانسیس دغه ډول نورې ویناوې د بېلګې په توګه په ۲۰۲۴م کال کې په اشتراسبورک کې د اروپا پارلمان ته، په ۲۰۲۵م کې په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالاتو کانګریس او په نیویارک د ملګرو ملتونو سازمان ته درلودلې.
نور ولولئ: پاپ فرانسيس د اوکراین جگړې د پای ته رسیدو غوښتنه کوي
فرانسیس د یوې «زړې او تر فشار لاندې اروپا» او «د بې باکه مصرفونو» یادونې کړي. د ترمپ پدیده د هغه له پاره تر پایه پردۍ وه.
فرانسیس له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې چټک اصلاحات په اجرا کې راولي، لا ډېر انکشافي مرستې وړاندې کړي او د اقلیم ساتنې له پاره لا ډېرې هڅې وکړي.
فقیرو هېوادونو ته سفرونه
د پاپ فرانسیس د ۴۷ بهرنیو سفرونو له ډلې تر ټولو مهم ېې د آسیا، افریقا، لاتینې امریکا او د سعودي عربستان سفرونه ول. هغه تل بې وزلو ته د نژدې کېدو هڅه کوله، په فقیر میشته علاقو کې به تم کېده او خلکو ته به ېې بلنه ورکوله. په اروپا کې ېې ډېر تمرکز د دغې شتمنې قارې پر څنډه و، لکه آلبانیا او رومانیا په څېر هېوادونه. چین او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه هېڅ پاپ ورته سفر نه دی کړی. پاپ فرانسیس د روم ۲۶۶م اسقف هم دغو دوو هېوادونه ته سفر ونکړ.
نور ولولئ: پاپ د کریسمس اختر پرمهال په نړۍ کي د سولي غوښتنه وکړه
دغه ارجنټایني سړی د خپل ریاست په دوره کې د نړۍ په مختلفو برخو کې په کلیساو کې د آزار او اذیت له مواردو او همدارنګه په واټیکان کې د مختلفو دسیسو له ارامه کولو سره مخ و. فرانسیس چې د جنسي ناوړه استفادې او د دا ډول مواردو پر وړاندې د چوپتيا پر وړاندې د «صفر زغم» خبره کوله، د خپلو یو لړ تصمیمونو سره ېې ځیني ناهيلي هم کړل. که څه هم هغه د خپل کار په وروستیو کلونو کې د نړۍ په مختلفو برخو کې یو شمېر اسقفان له واکه لرې کړل، خو په ټولو مواردو کې ېې اقدام ونه کړ. داسې ښکاري چې د هغه له پاره دا سخته وه چې په خپل چاپېریال کې د هغو افرادو پر ضد اقدام وکړي چې په ناوړه استفادو تورن ول.
کوم څه به چې د هغه د مېراث په توګه پاته شي، د یو پاپ په توګه د مسلمانانو او یهودانو په هکله د هغه نوی چلند و. هغه د پاپ په توګه ترجیح ورکوله چې «اسقف ورور» وښيي. په دې ترتیب هغه د نورو توحیدی ادیانو له استازو سره لېده کاته درلودل.
نور ولولئ: پاپ د بحرین کنفرانس په پای کې «کړېدونکو خلکو» ته دعا وکړه
یهودیانو او مسلمانانو ته نژدې کېدل
فرانسیس لومړنی پاپ و چې له عرب ټاپو وزمه څخه ېې کتنه وکړه، هغه هم څو ځله. هغه ۲۰۱۹م کال په ابوظبې کې د «بشر د ورورولۍ سند» په نوم یو مهم سند د مسلمانانو له ارشدو رهبرانو او د ټولو کلیساګانو له استازو سره لاسلیک کړ. په ۲۰۲۱م کال کې ېې شیعه ګانو سره د دیني ورورلۍ او خبرو اترو په موخه عراق ته سفر وکړ. د فرانسیس د کاتولیک کلیساو د رهبرۍ په دوره کې د مسلمانانو له استازو سره د هغه اړيکې ډېرې شوې.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې روغتیاييستونزو پاپ فرانسیس ډېر تر فشار لاندې ونیوه. هغه څو ځله په روغتون کې بستر او تر جراحي عملیات لاندې ونیول شو. هغه د لومړۍ ځل له پاره د ۲۰۲۲م کال په یو ملاقات کې په ويلچر ناست ولیدل شو او په وروستیو کې هم همداسې و. ډېر کله داسې هم شوي چې فرانسیس سره تنظیم شوي ملاقاتونه به د روغتیايي دلایلو پر اساس لغوه کېدل او یا به کارمندانو د هغه جوړې ویناوې لوستلې.
نور ولولئ:پاپ د اوکراین په جنګ کي د سولي امکان ویني
له آرشیف څخه (31.03.2013):