د نړۍ تر ټولو ښکلي آبشارونه
اوبو مدام د انسانانو مينه را هڅولې ده. هره ورځ په ميلونو ليتره اوبه د ۹۷۹ متره لوړوالي او ۱۷۰۰ متره پلنوالي کي ښکته تويږې. دلته د نړۍ د يو څو ډېرو ښکليو آبشارونو انځورونه ليدلای شئ:
نياگرا فالز، امريکا/ کاناډا
د نياګرا فالز آبشار د امريکا متحده ايالاتو او کانادا تر منځ سره پروت دی.د امريکا د بومي اوسيدونکو په ژبه کې د نياگرا معنا د «غريدونکو اوبو» ده. د کال په بېلا بېلو موسمونو کې ۲۸۰۰ نه تر ۵۷۰۰ مترمکعب اوبه د ۵۲ مترو لوړوالي څخه ښکته بهيږې. دا يوه طبیعي او زړه راښکونکي منظره جوړوي.
ويکتوريا آبشار، زامبيا او زمبابوې
د ويکتوريا آبشار د يونسکو په نړيوال ميراث کې شامل دی او دا هم په دوو هيوادونو پورې تړاو لري: په زامبيا او زيمبابوي پورې. دغه آبشار په ۱۷۰۸ متره اوږدوالې کې د نړۍ تر ټولو پراخ ابشار دې.
د اگوازو آبشارونه، ارجنتاين او برازيل
د برازیل او ارجنتاين سرحد ته څيرمه د ايګواڅو ابشار ونه دې. دلته ۲۷۵ ابشارونه د ۷۰۰ مترو په اوږودوالي او ۱۵۰ متره پراخ والي کې ښکته بهيږې. د اوبو دغه طبیعی ابشارونه هم نړيوال ميراث پورې اړه لري.
د بان گويک - ديتاین آبشار، چين او وينتام
د بان گويک - دتاين آبشار د چين او ویتنام ترمنځ واقع دی. د کوان ژوان سيند د ۳۰۰ مترو پلنو غونډيو پر زينو کابو ۵۰ متره ښکته بهيږي. په دغه سیند کې د کال په بيلا بيلو موسمونو کي د اوبو کچه ډيريږي او کميږې.
د وينزويلا د سالتو انجل آبشار
د نړۍ تر ټولو لوړ آبشار چې ۹۷۹ متره لوړوالی لري، د ايوان تيپویې له غره ښکته تويږي. د اوبو دغه چينه د ريو چورون په نامه چې د بارانونو سرچينه اخلي. دغه آبشار ته رسېدل آئانه نه دي او که څوک وغواړي نو د الوتکې او يا کښتۍ له لارې ورتلای شي.
آيسلند، گولفوس
ایسلند د اور او اوبو ټاټوبې ګڼل کيږې. هلته کنګلونه شتون لري او اوبه هم ډيرې دي. د گولفوس آبشار یې يو ستر مثال دی.
آيسلند،زيليالندفوس
زيليالندفوس په ایسلند کې واقع دې. د دغه آبشار خاصه ځانګړتيا په دې کې ده چې سړی کولی شي د آبشار شاتنې خواته ولاړ شي او له هغه ځايه د اوبو له پردې تر شا د ښار سيل وکړي. دغه سيل په مازديګر مهال ډير ښکلې وي، ځکه د لمر وړانګې د اوبو تر شا خاص رنګونه خپلوي.
په مراکش کې اوزود
په مراکش کې د اوزود آبشار تر ټولو ډيرې اوبه لرونکې دې. دغه آبشار له پسرلني بارانونو څخه وروسته ډير په زړه پورې ښکاري.
کرواشيا د پلويچيرملي پارک
پلويچير سیند هم د يونسکو نړيوال ميراث ګڼل کيږې. که غواړې چې له دغه يوځاي ډيرو آبشارونو څخه لیدنه وکړئ نو داخليدو پر وخت بايد پيسې ورکړئ. دا په کرواشيا کې د ډيرو سیلانيانو راجلبولو ځای دې.
د سويس راين فال
د راين ابشار، چې د کنستاس سیند په څوکيلومترۍ کي دې، د اروپا له سترو او ډيرو اوبه لرونکو آبشارونو څخه يو دې. دغه ابشار ۲۳ متره لوړوالي او ۱۵۰ متره پراخوالي لري. له بيلا بيلو خواو لیدونکي د اوبو په منځ کې د ډبرو منظرو ننداره کولې شي.