د مهاجرو پر کمپونو د بریدونو کچه لوړه ده
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبهکه څنګه چې د آلمان "نیو اوسنابروکر څایټونگ" (NOZ) (د پنجشنبې په ګڼه) کي رپوټ ورکړل سوی دی، دا د آلمان د حکومت د هغو وروستیو رپوټونو نتیجه ده چې د جرمني په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند د غوښتنې په ځواب کې خپره سوې ده.
د نوموړو معلوماتو له مخې تیر کال د مهاجرو پر کمپونو باندي د بریدونو په تړاو د جنايي جرمونو ۲۵۵ پیښې ثبتي سوي دي. په ۲۰۲۳م کال کي دغه شمیره ۱۷۶ وه چي په ښکاره ډول ټیټوالی ښيي. په ۲۰۱۷م کال کي د هغو شمیر ۲۸۴ وو.
اړوند:د آلمان نوي حکومت په سرحدونو کې د مهاجرو د ردولو امر صادر کړ
د کیڼ اړخو د داخلي چارو سیاستوالي کلارا بیونگر، د دې کار علت، ښي اړخۍ ته یو عمومي بدلون بولي. بیونگر د NOZ ورځپاڼې ته وویل: "په وروستیو کلونو کې ټولنیز اقلیم په اندېښنې سره ښی خوا ته روان سوی دی، دا ډیر د تعجب ځای نه دی چی نژاد پالونکي تر دغه ډول شرایطو لاندي ځانونه باجرأته احساسوي چي په انفرادي او یا هم ډله ایز ډول مهاجروته گواښ وکړي، پر هغوی له جسمي پلوه بریدونه ترسره کړي او یایې هم کمپونه تخریب کړي. "
د بیونګر په خبره یوازي د آلمان له پاره بدیل گوند AfD د دې کار مسئول نه بلل کیږي: «له سوسیال ډیموکراټ گوند SPD څخه نیولې بیا تر AfD، په دې اړه پراخه موافقه موجوده ده چي د امکان ترحده دي لږ مهاجر ومنل سي. هغه کسان چې د خوندیتوب په لټه کې دي "د دښمنانو او نفوذي کسانو په توګه په نښه سوي دي چې باید په سرحدونو کې تر ممکنه حده ټول رد سي.»
اړوند:د پناه غوښتني د سیاست د چټک بدلون په اړه د آلمان د نوي حکومت پالیسي
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د پوښتنې له مخې د ۲۰۲۵م کال په لومړۍ ربع کي تر اوسه پورې د سیاسي انگیزې په لرلو سره ۳۰ جنايي پیښې ثبتي سوي دي چي په هغو کي د مهاجرو کمپونه د پیښې ځای او یا هم د برید هدف وو. په شپږو قضیو کي پولیسو وکولای سول شکمن کسان وپیژني.
په ۲۰۲۴م کال کي د استوګنې له ځایونو څخه بهر هم د مهاجرو پر وړاندې د سیاسي انګیزې په لرلو جرمونو شمیر مخ پر زیاتیدو وو، چي د آلمان د حکومت له خوا یې وروسته په هکله رپوټونه ورکړل سوي دي: په مجموعي ډول یې شمیر ۲۲۷۱ ته ورسید. په هغو کې ۲۸۷ د تاوتریخوالي جرمونه شاملیږي، چې له امله یې ۲۳۵ کسان ټپیان سوي دي.
اړوند:نور نو المان د مهاجرو له پاره تر ټولو محبوب اروپایي هیواد نه دی
دا په دې مانا ده چي، که څه هم پر مهاجرو باندې د بریدونو شمیر د ۲۰۲۳ کال په پرتله چي ۲۴۵۰ پیښې وې یو څه کم دی، خو بیا هم د پخوا په شان تر ټولو لوړه کچه بلل کیږي. د روان کال په لومړۍ ربع کې ۲۴۹ داسې قضیې موجودي وې.