د مهاجرو له سپانسر کوونکو څخه د ۲۱ ميليونه يورو غوښتنه
۱۳۹۷ آذر ۳۰, جمعهپه آلمان کي د کار او روزګار د انسجام مسئولي ادارې «جاب سنتر» د دفترونو له لاري له ډيرو هغو ادارو څخه چې مهاجر سپانسر کوي، د۲۱ ميليونو يورو ادا کولو غوښتنه کړې ده.
د آلمان په پارلمان (بُندستاګ) کي د ښی اړخ عوامپال ګوند يعنی د آلمان له پاره بديل گوند (AfD) په دې هکله له حکومت څخه پوښتنه کړې وه. د آلمان د يوه خبري آژانس epd د خبر له مخي د کار ادارې و ۲۵۰۰ هغو کسانو او اتحاديو ته ليکونه لېږلي دي چي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵م کالونو تر منځ يې د مهاجرو د ژوند د اخراجاتو ضمانت پر غاړه اخيستی ؤ.
يوازي د آلمان په نيدرزاکسن ايالت کي له مېشتو اشخاصو يا اتحاديو او شرکتونو څخه د ۷،۲ ميليونه يورو غوښتنه شوې ده. په دې تړاو ۷۶۴ ليکونه د يادو دفاترو له خوا لېږل سوي دي. د نارد راين وېستفالن ايالت جاب سنتر بيا ۵،۷ ميليونه يورو غوښتي دي.
د «جاب سنتر» يا کار ادارې له دوو کلونو راهيسي هغو اشخاصو، اتحاديو، شرکتونو، کليساؤ او نورو غېر دولتي سازمانونو ته د پيسو د ادا کولو غوښتنليکونه استولي دي. په زيات بيا هغو ته چي آلمان ته د سوريايي مهاجرو د رابللو يا سپانسر کولو پر وخت يې د هغوی د مياشتني خرڅ ذمه پر غاړه اخيستې وه.