د منظور پښتين د آزاديدو حکم ورکړ شو
۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبهپاکستانۍ محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) پر مشر، منظور پښتين، باندې د پنځو لګول شوو تورونو له ډلې د وروستيو دوو تورونو په اړه د ضمانت درخواست هم منظور کړی دی.
د پښتين مدافع وکيل، سعيد اختر، د شنبې په ورځ (د فبروري ۱۵مه) د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ويلی وو چې د ديره اسماعيل خان محکمې د سل زره روپيو په ضمانت سره، د آزاديدو حکم ورکړی دی. سعيد اختر هغه مهال ويلي وو چې منظور پښتين به تر شپې پورې آزاد کړل شي.
په پيښور کې د د دويچه ويله اردو څانګې خبريال مدثر شاه په خبره، منظور پښتين د ديره اسماعيل خان په زندان کې دی او د دغه زندان چارواکو د محکمې حکم ترلاسه کړی دی.
مدثر زياته کړه له زندان څخه بهر د ډير شمير خلکو د راغونډيدو له کبله د منظور پښتين په آزادويدو کې ځنډ رامنځ ته شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د نن يکشنبې ورځې له پاره، په ديره اسمعيل خان کې د يوې لويې غونډې اعلان هم کړی وو.
منظور پښتين د جنوري مياشتې په ۲۷ په پېښور ښار کې ونيول شو. پر هغه باندې د بغاوت، له کرکې ډکو ويناوو او د پاکستان حکومت پر ضد د توطيې تورونه لګول شوي دي.
د منظور پښتين د آزاديدو په اړه د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ پر خپل ټويټر ليکلي دي: «د منظور پښتون ټول درخواستونه منل شوي دي.» داوړ په دې برخه کې د ټولو بشري سازمانونو له هڅو څخه مننه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸م کال کې تاسيس شو چې مقصد يې د پاکستاني پوځ له عملياتو، له ترهګريزو فعاليتونو او له وژنو څخه د پښتون ميشتو سيمو ژغورنه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پاکستان پر پوځ د ښکاره نيوکو له وجې، پر پاکستاني رسنيو باندې د دغه غورځنګ د غونډو پر خپرولو باندې بنديز لګول شوی دی.
د پاکستان پوځي کړۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري او پرې تور لګوي چې دغه خوځښت د بهرنيو لاسونو له لوري استعماليږي. خو پي ټي ايم بيا وايي چې دوی د پاکستان د قوانينو په رڼا کې له سوليزې لارې د خپلو خلکو د بنيادي حقونو د تحفظ له پاره هڅې کوي.
ع آ / ش ج / م ش/ م ک ص/ ن ص(اې اف دي)