د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی تاتارستان ته ولاړ
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبهد طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن چهارشنبه (۲۰۲۵ م کال د می ۱۴) اعلان وکړ چی ملاعبدالغني برادر او د طالبانو د ادارې یو شمیر نورو لوړپوړي چارواکي په یوه ناسته کي د گډون له پاره د روسیې کازان ته ولاړل.
طالبانو د دغه سفر هدف د کازان په شپاړسم اقتصادي فوروم کي گډون اعلان کړی دی.
د طالبانو د ادارې د ریاست الوزرا معاونیت د ایکس په پلتفورم کي د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي دي چی په پلان کي ده چي دغه پلاوی به د یوې نړیوالې اقتصادي سرمشریزې په څنډه کي د بیلابیلو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره رسمي لیدنې کتنې ولري.
د رپوټونو له مخې، د کازان اقتصادي ناسته د می له ۱۳ څخه تر ۱۸ نېټې پوري د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کي ترسره کیږي.
له طالبانو سره د مسکو د اړیکو ښه کیدل
د طالبانو ادارې چارواکي په داسي حال کي په دغه غونډه کي گډون کوي چي روسیې د اپریل میاشتې پر ۱۷مه د منع سوو ډلو په فهرست کي د طالبانو گډون وځنډاوه. دغه اقدام د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴م کال د فرمان له مخې سوی دی چي د ترهگري سازمانونو له لیست څخه یې د طالبانو حذفولو ته زمینه برابره کړه.
روسیې پس له ۲۰۱۶م کال څخه له طالبانو سره غیر رسمي اړیکې برقراره کړې او د دغې ډلې استازي په منظم ډول د خبرو اترو له پاره مسکو ته دعوت سوي دي.
تر اوسه پورې د روسیې په گډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو اداره د افغانستان د یوه مشروع حکومت په توگه په رسمیت نه ده پیژندلې.
اړوند:پوتين له ترهګرۍ سره په مبارزه کي طالبان متحدين ګڼي
د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ځانگړي استازي او په کابل کي د دغه هیواد پخواني سفیر ضمیر کابلوف، څو وخته مخکي وویل چي روسیه به له داعش سره په مبارزه کي له طالبانو سره مرسته وکړي.
روسیې همدارنگه تیره میاشت ویلي وه چي غواړي له کابل سره تجارتي، اقتصادي او د پانگوني اړیکي پیاوړي کړي. مسکو همدارنگه ویلي دي چي هغه سفیر به ومني چي په مسکو کي د افغانستان دسفارت له پاره د طالبانو له خوا معرفي سي.
اړوند:روسیه د طالبانو ډيپلومات د «سفیر په کچه» مني
کابلوف ویلی وه چي د دغې میاشتې په پای کي د کازان په ښار کي د افغان ـ روسیې په گډه ناسته کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د گډو پروژو په هکله خبري اتري ترسره کیږي.
نوموړي د کانونو او گازو پایپ لاینونو په برخو کې پروژې، د دغې همکارۍ د ممکنه برخو په توگه یادې کړي دي.