د لاس ویګاس پیښه: تر اوسه څه معلوم شوي
په لاس ویګلاس کې د یوه کنسرت پر مهال ډزې شوې دي چې له کبله یې لوړه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. د وژل شویو کسانو په ډله کې پخپله بریدکوونکی هم شامل دی. پولیسو اوس د پیښې سیمه کلا بند کړې ده.
پر خلکو باندې ډزې
پولیس وایي چې په لاس ویګاس کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او په سونو تنه نور بیا ټپیان دي. پولیسو ته مندالي بې کازینو ته نزدې د یوه برید کوونکي په اړه خبر ورکړل شوی وو.
خلک د کنسرت له سیمې د تیښتې په حال کې
د لاس ویګاس پولیسو له خلکو څخه وغوښتل چې له سیمې وتښتې او یا خو هلته هیڅ ولاړ نه شي. پولیسو همداراز سیمې ته رسیدونکي واټونه هم تړلي ول. پولیسو ویلي دي چې له سیمې څخه یې اتوماتې وسلې ډزې اوریدلې دي.
ډیری کسان ټپیان دي، د مړو شمیر ډیر لوړ شوی
د لاس ویګاس د پولیسو مشر جو لمباردو، خبریالانو ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمیر لږ تر لږه ۵۰ دي. هغه وویل چې له ۲۰۰ څخه ډیر کسان ټپیان شوي هم دي.
د هوټل له کړکۍ ډزې کول
لومباردو ویلي دي چې ډزې کوونکي د مندالي بې هوټل د دریم منزل د یوې خونې له کړکۍ څخه د کنسرت پر لیدونکو باندې ډزې پیل کړې دي. پولیسو بیا وروسته په همدې سیمه کې برید کوونکی وواژه. برید کوونکي د یوه ځايي اوسیدونکي په توګه معرفي شوی دی خو نوم یې لا نه دی ښوول شوی.
پولیسو تلاشي پیل کړې
په داسې حال کې چې پولیس وایي په دې باور دي چې برید کوونکي په یوازې سر عمل کړی وو، خو لومباردو روښانه کړې ده چې اوس چارواکي د بریدګر د هم اطاقي په لټه کې دي چې ورڅخه پوښتنې وکړي. پولیس همداراز د برید کوونکي دوه موټره هم لټوي.
ډیره ویروونکي صحنه
ډیر شمیر پولیس چې په کار کې نه وو، هم د کنسرت په لیدونکو کې شامل وو. د هغوی له ډلې څخه دوه تنه یې وژل شوي دي. د پیښې پر مهال سندرغاړي جیسن الدیان، سندرې ویلي. هغه پر خپله ټولنیزه پاټه لیکلي دي چې د قربانیان په فکر دی او دغه پیښه کې یې ډیره ویروونکې بللې ده.
د امریکا په تاریخ کې تر ټولو وژونکې د ډزو پیښه
له۵۰ څخه زیاتو قربانیانو سره، د لاس ویګاس پیښه د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو وژونکې د ډزې پیښه ده.