د طالبانو ۴ کلنه واکمني؛ په آلمان کې د افغانانو اعتراضي خیمې
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعهد هغې اعلامیې له مخې چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۱مه) خپره سوې، دغو فعالانو لیکلي دي:« موږ یو ځل بیا تر اعتراضي خیمو لاندې راټولیږو، تر څو نړۍ ته ورپه یاد کړو چې په افغانستان کې څه تیریږي او په دغه ډول شرایطو کې زموږ وظیفه څه ده.»
دغه فعالان د زیانمنونکو افغانانو له پاره د آلمان د حکومت د منلو د پروگرام پر نیمگړي پرېښودو او نوموړي هیواد ته د اخراجونو پر پیلولو انتقاد کوي:«جنسیتي آپارتاید، له بشري حقونو څخه سرغړونه، د لوږې بحران... له ایران، پاکستان، آلمان او تاجیکستان څخه اخراج... دغه اعتراضي خیمې د پوهاوي د زیاتیدو او په افغانستان کې د ویجاړوونکي او غمجن وضعیت په اړه د اقدام له پاره دي.»
اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی
ددغو اعتراضي غونډو پیل کوونکي، افغانستان ته د ټولو اخراجونو د ژر تر ژره بندیدو او په دریم هیواد کې د لا زیاتو زیانمنونکو افغانانو د منلو غوښتنه کوي.
سربیره پردې باید له خطر سره مخامخ کسان لا په چټکۍ سره تخلیه سي او د طالبانو د رهبرانو او د هغوی د قاچاقي شبکو په وړاندې بندیزونه وضع سي.
د آلمان د منلو پروگرام په پام کې درلودل چې په میاشت کې له گواښ سره مخامخ تر ۱۰۰۰ کسانو پورې له افغانستان څخه آلمان ته راولي، داسي یوه موضوع چې عملي نه سوه او د هغو کسانو شمیر چې آلمان ته راغلي، له دغه رقم څخه ډیر لږ وو.
د نوموړي پروگرام هدف، ډاډمن ځای ته د هغو کسانو رسول وو چې د آلمان له وسله والو ځواکونو سره د هغوی د کار او یا هم له بشري حقونو څخه د ملاتړ له امله، د طالبانو له خوا تهدیدیدل.
ډیری دغه کسان چی پاکستان او ایران ته تللي دي، په نامعلوم وضعیت کې شپې او ورځې تیروي او معلومه نه ده چې هغوی ته به، آلمان ته د تگ له پاره ویزه ورکول سي او که څنگه؟
د افغان مهاجرو د اخراج د بندیدو غوښتنه
هغوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج د "اعدام حکم" بولي. د جولای میاشتې په نیمايی کې، آلمان تقریباً یو کال وروسته، د اول وار له پاره یو شمیر کسان افغانستان ته اخراج کړل.
ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت تیره اونۍ اعلان وکړ چې افغانستان ته به د لا ډیرو اخراجونو په لټه کی سي. آلمان افغانستان ته د اخراجونو د لړۍ د آسانولو او چټکتیا په هدف، د طالبانو د ډلې دوه استازي په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلگرۍ کې منلي او له دغې ډلې سره یې د تعامل کچه لوړه کړې ده.
اړوند:د آلمان داخله وزیر: افغانستان او سوریې ته د اخراجونو په هڅه کې یو
دغه فعالان همدارنگه د طالبانو د ډیپلوماټیک رسمیت پیژندلو په هکله هم خبرداری ورکوي. هغوی په تیره بیا له تحصیل او کار له حق څخه د ښځو محرومیدو او د همجنس بازانو او دوه جنسه کسانو آزار او ځورونې ته اشاره کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵ مه، طالبانو د ترهگرۍ په وړاندې د نړیوالو ځواکونو له ۲۰ کلنې جگړې وروسته ، یو وار بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ. طالبان په ۲۰۰۱ م کال کې په نیویارک کې د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې، له افغانستان څخه شړل سوي ول.