د طالبانو د مخالفانو په حضور کې د ویانا پنځمه غونډه پیل شوه
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سهشنبهد اتریش په پلازمېنه ویانا کې نن سې شنبه د طالبانو د مخالفو څېرو په حضور کې د افغانستان په اړه د ویانا پنځمه غونډه پیل شوه. ویل شوي، په دغه غونډه کې د طالبانو مخالفې سیاسې څېرې، د پخواني حکومت چارواکي او د مدني ټولنو د استازو په ګډون شاوخوا ۹۰ کسان ګډون کوي.
د «یوه ډیموکراټ افغانستان له پاره د ویانا بهیر» په نوم دا ناسته دوه ورځې دوام کوي.
په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفو دوو نظامي جبهو «ملي مقاومت جبهې» او «د افغانستان د ازادۍ جبهې» د مشرانو احمد مسعود او یاسین ضیا تر څنګ فوزیې کوفي، ډاکټر رنګین دادفتر سپنتا، خالد پښتون، محمد محقق، راحله دوستم او یو شمېر نورو مهمو کسانو ګډون کړی.
اړوند: د ویانا په ناسته کي د طالبانو پر وړاندي د مخالف خوځښتونو پر یوموټي کېدو ټینګار وسو.
د دغې غونډې د جوړونکیو د معلوماتو له مخې، د ویانا په غونډه کې د افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه کېږي او په پای کې به یو پرېکړه لیک هم صادرېږي.
د غونډي په لومړۍ ورځ د پخواني حکومت چارواکي خالد پښتون په خپله وینا کې وویل:«د طالبانو تر منځ داخلي اختلافات، د نشه يي توکو قاچاق او د نړیوالو مرستو کمېدل د بې ثباتۍ لامل شوی او فساد د پخواني حکومت په پرتله څو چنده ډېر شوی دی.»
د غونډې بل ویناوال ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د طالبانو ضد وسله والو مقاومتونو ته په اشارې وویل، د طالبانو مخالفې نظامي جبهې پیاوړې شوي او دا، چې دغه جبهې دې لا ډېرې افغانستان شموله شي. هغه وویل:«اساسي موضوع د افغانستان د خلکو خلاصون او ازادي ده، دا باید د مبارزو په مرکز کې قرار ولري.»
د جمهوري حکومت پر مهال د لغمان والي رحمت الله یارمل هم د خپلې وینا په یوې برخې کې چې د ویانا غونډي پر ایکس شبکې خپره شوې وايي، د طالبانو له رامنځته کېدو راوروسته په تېرو دریو لسیزو کې ډېر زیان پښتنو او په ځانګړې توګه کندهار ته رسېدلی دی.
د ویانا د غونډې په خبرپاڼې کې دا هم راغلي دي، چې په دې دوه ورځینۍ غونډه کې به له طالبانو وروسته افغانستان په اړه بحثونه او نظرونه تبادله شي.